Language

د پکتيا پر کروندګرو د اصلاح شوي تخم وېش پيل شو

ګردېز (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٣): د پکتيا ولايت چارواکي  وايي چې د غنمو اصلاح شوي تخم په وېشلو سره به کرنيز حاصلات څو چنده ډېر شي.

چارواکو دا څرګندونې د لېندۍ په ٥مه  د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ۱۳ ولسواليو کروندګرو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش پر مهال وکړې.

د پکتيا د کرنې رييس انجنير ذبيح الله حسن زي وويل، د دغه ولايت د ۱۳ ولسواليو کروندګرو ته ۲۰۵ ټنه اصلاح شوي تخمونه د کرنې او اوبو لګولو وزارت له لوري ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دغو تخمونو په ورکولو سره به د کروندګرو په حاصلاتو کې څو چنده ښه والی راشي او هم به يې حاصلات د نورو غنمو په پرتله ښه وي .

حسن زي وويل، هڅه کوي چې د خپل وزارت له لوري له کروندګرو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي، څو يې اړتياوې پوره شي .

د ګردېز اړوند د اهنګرانو سيمې يوه بزګر سخي داد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تخم په دغه وېش خوښ دى خو وايي چې د کرلو لپاره بسنه نه کوي.

نوموړی زياتوي چې کرنه د پکتيا د خلکو اصلي بوختيا ده نو د کرنې رياست بايد په دې برخه کې له کروندګرو سره ډېرې مرستې وکړي.

دی وايي پخوا هم د دغه رياست له لوري پر يو شمېر کروندګرو باندې اصلاح شوي تخمونه او نورې مرستې وېشل شوي، خو دا ډول مرستې بېخي کمې او په ځينو سيمو کې پر نشت حساب دي .

د دغه ولايت کروندګر د اصلاح شوو تخمونو په وېش چې پر خپل وخت ورته رسېدلي خوښ دي خو وايي چې د دغه ولايت په کچه د ټولو کروند ګرو لپاره بسنه نه کوي.

دوى د کرنې او مالدارۍ له وزارته غوښتنه کوي چې د کروندګرو لپاره بوديجه زياته او ستونزې يې هوارې کړي.

Related Topics