ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې سلګونو لاريون کوونکو د پوهنتون جوړېدو غوښتنه وکړه

زابل کې سلګونو لاريون کوونکو د پوهنتون جوړېدو غوښتنه وکړه

author avatar
4 Dec 2014 - 15:05
زابل کې سلګونو لاريون کوونکو د پوهنتون جوړېدو غوښتنه وکړه
author avatar
4 Dec 2014 - 15:05

کلات ( پژواک، ١٣ لېندۍ ٩٣ ) : د زابل د بېلابېلو سيمو سلګونو ځوانانو د يوه سوله ييز لاريون پر مهال له مرکزي دولت څخه په دې ولايت کې د پوهنتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

دغه حرکت چې ددې ولايت د بېلابېلو مدني ټولنو له لوري تنظيم شوی و د لېندۍ په ١٣مه، د کلات بالاحصار له څنډې پيل شو او تر مرکزي چوک پورې يې دوام وکړ ‌.

د لاريون ګډونوالو ځوانانو له ځان سره داسې شعارونه لېږدول چې په کې له دولت څخه د پوهنتون د جوړېدو غوښتنه شوې وه .

د لاريون يو تن ګډونوال محمد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې زابل د هېواد يو له هغوګوتو په شمېر ولايتونو څخه دى، چې لا هم پوهنتون نه لري چې له  امله يې ددې ولايت سلګونه ځوانان له لوړو زده کړو بې برخې پاتې دي .

نوموړي مرکزي دولت تورن کړ، چې د زابل د مشرانو او ځوانانو له ډېرو غوښتنو سره سره يې بيا هم د دوى دې مهمې اړتيا ته پام نه دى کړى.

د ده په خبره، د ولسمشر اشرف غني د هغې خبري مطابق چې هېڅ افغان له بل افغان  څخه کم نه دي ،دوى هم د خپل حق غوښتلو اواز پورته کړ .

د لاريون يو بل ګډونوال محبوب الله وايي، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې زابل له پوهنتون څخه  بى برخى پاتې شوى، خو نور دوى زغم نه لري او له دولت څخه د خپل ثابت حق غوښتنه کوي .

د هغه په وينا، ددې ولايت سلګونه ځوانانو د کورنيو، امنيتي، اقتصادي او نورو ستونزو له امله نورو ولايتونو ته د لوړو زده کړو لپاره نه شي تللى او دا د دولت مسووليت دی چې په خپل ولايت کې ورته د لوړو زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.

ده زياته کړه، چې د نفوسو او مساحت په لحاظ تر زابل کوچنيو ولايتونو ته پوهنتونونه ورکړل شوي، خو له زابل سره دا ظلم لا دوام لري او که راتلونکى کال ورته پوهنتون منظور نه شي، نو دوی د کابل- کندهار د لويې لارې د بندولو په ګډون خپل مدني فعاليتونه به روان وساتي.

د لاريون په اخره کې د کلات په مرکزي چوک کې د دغو ځوانانو له لوري يو پرېکړه ليک ولوستل شو ، چې په کې له مرکزي دولت څخه د پوهنتون د منظورۍ لپاره جدي غوښتنه شوې وه .

په پرېکړه ليک کې همداراز ويل شوي و که يې غوښتنو ته پام ونه شي، نو د دوى سوله ييز لاريونونه به تر هغه دوام وکړي، تر څو يې خپل حق نه وي تر لاسه کړى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.