Language

جلال اباد کې چاودنو اتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په دوو چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ د سړک مخې ته شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه د پوليسو پر يوه رينجر شوې، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

عبدالزى وايي، لا هم نه ده معلومه چې چاودنه د مقناطيسي ماين وه، که له مخکې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو.

د جلال اباد د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې چاودنې يو مړى او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي د دغو کسانو هويت په ‌ډاګه نه کړل.

د والي وياند عبدالزى وايي چې دويمه چاودنه شاوخوا اته بجې او ٢٠ دقيقې د تورخم پر لويه لاره د ٢٠١ سېلاب قول اردو څلورمې پلې لوا ته نږدې پر سړک د پاسپورټ د مدير پر رينجر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

خو د روغتون سرچينې وايي چې دوى ته له يادې چاودنې يو مړى او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې وژل شوى د پاسپورټ د مدير زوى دى او خپله مدير ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو د دغو چاودنو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغو چاودنو کې يې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده‌.

Related Topics