Language

څلور تنه له سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي سره ونيول شول

تالقان ( پژواک، ٧ مرغومى ٩٣ ) : چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي له څلورو قاچاق وړونکو سره نيولي دي.

د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوه هينو مو‌ټر څخه يې ۳۲۳ کيلو ګرامه ترياک، ۲۰ کيلو ګرامه هيرويين او ۴ کيلوګرامه چرس نيولي دي.

هغه زياته کړه چې له يوه بل ٤٠٤ موټر څخه يې د پلټنو پر مهال ٧ کيلو ګرامه چرس او څلور کيلو ګرامه ترياک نيولي دي.

د قطغني په وينا، له دغو توکو سره د تړاو په تور څلور تنه هم نيول شوي چې اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.

نوموړی وايي چې نيول شي قاچاق وړونکي د پروان او بدخشان ولايتونو اوسېدونکي دي.

Related Topics