ژبه

ننګرهار کې د وسله والو په ګډون ١٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومى ۹۳): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، بلخوا په جلال اباد ښار کې چاودنې يو تن وژلى دى.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د مرغومې په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته امنيتي ځواکونو د سره رود ولسوالۍ په کړکو سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، د دغو عملياتو په پايله کې پنځه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

مشرقيوال وايي چې يادو وسله والو په سيمه کې ورانکاره کړنې او کله ناکله به يې له امنيتي ځواکونو سره نښتې هم ترسره کولې.

د نوموړي په وينا، ملي امنيتي ځواکونو په ياده سيمه کې د چاودېدونکو زېرمه هم کشف کړې او له منځه وړې ده.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په جوى هفت سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې دغه چاودنه د ګازډبې چاودنې له امله شوې چې دوه تنه يې ټپيان کړي دي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د چسپکي ماين له امله وه.

هغه زياتوي، په دې چاونه کې د سرحدي زون د مالي امريت مرستيال ټپي او موټر چلوونکى يې وژل شوى دى.

د روغتون يوه ډاکتر پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې يو مړى او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ميزايل لګېدلى، خو زيان يې نه درلود.

ورته موضوع