ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د تورخم ښاروال په ناقانونه پيسو اخيستو تورن کړ

لاريون کوونکو د تورخم ښاروال په ناقانونه پيسو اخيستو تورن کړ

author avatar
4 Jan 2015 - 16:49
لاريون کوونکو د تورخم ښاروال په ناقانونه پيسو اخيستو تورن کړ
author avatar
4 Jan 2015 - 16:49

جلال اباد ( پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣ ): د ننګرهار سرحدي ښارګوټي تورخم کې لسګونو تنو د يوه لاريون په ترڅ کې د دغه ښارګوټي ښاروال له دوکاندارانو او سوداګرو څخه د غير قانوني پيسو په اخيستو تورن کړ.

لسګونو دوکاندارانو او سوداګرو چې د مرغومي په ١٤مه، يې په تورخم ښار ګوټي کې پر لاريون لاس پورې کړى و، له ولسمشر څخه يې د ياد ښاروال د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو ويل چې ښاروال له دوى څخه هره مياشت غير قانوني پيسې اخلي او ډېرى سرايونه  او بټۍ يې د سلګونو زره افغانيو په بدل کې پر خلکو خرڅ کړي دي.

د اتمانزي په نامه يو تن لاريون کوونکي ،چې په تورخم کې دوکاند لري ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تورخم کې د دوکان لپاره د يوه کانټينر اندازه ځاى په شپږ زره امريکايي ډالره  د ښاروال له لوري پلورل کېږي.

هغه زياته کړه: (( ښاروال پر چور او چپاول لاس پورې کړى، نن درباندې دوکان خرڅ کړي او شپږ مياشتې وروسته به د ښاروال له لوري بيا دوکان په بل چا خرڅ شوى وي.))

دى وايي چې په تورخم کې يې د سل زره امريکايي ډالرو په ارزښت کاروبار پيل کړى و، خو د    تورخم په اداروکې شته  فساد دده کارو بار   صفر  کړ  .

يوه بل لاريون کوونکي نصيب الله هم پژواک اژانس ته وويل چې ښاروال له  يو شمېر نورو سوداګرو سره په کاروبار کې شريک دى او ډېرى سرايونه يې خپلو دوستانو ته ورکړي ، ځکه د هغوى ګټه او تاوان له ده سره نيم دى.

د هغه په وينا، په تورخم کې د ښاروالۍ فساد تر دې حده رسېدلى چې يوه سوداګر جومات جوړاوه خو ښاروال ترې څلور سوه زره کلدارې رشوت واخيست.

نوموړي زياته کړه: (( چېرته چې دوکاندار دى ښاروال ترې پيسې اخلي او که چېرې پيسې ورنه کړي نو دوکان يې په بل چا باندې خرڅ کړى وي.))

د ډيورنډ د پولې د پورې غاړې د خيبر ايجنسۍ د لنډي کوتل يوه اوسېدونکي رسوليار پژواک ته وويل چې له تېرو څلويښتو کلونو راهيسې په تورخم کې کاروبار کوي ، خو ښاروال په دې نوم چې دوى د افغانستان نه دي ، ور څخه د موټرو بټۍ واخيستې او ټول دوکانونه يې خپلو دوستانو ته ورکړل.

د ده په خبره ،  دوى قبايل دي او قانوني حق لري چې په افغانستان کې کاروبار وکړي، خو ښاروال يې کار ته نه پريږدي.

نوموړي زياته کړه: ((دا زموږ خاوره ده، دا مې هېواد دى، همدلته پېدا شوى يم نو دا څه مانا چې زه پاکستانى شوم او ته افغانى، زه د دې خاورې يم.))

دى وايي ، دا يې دويم کال دى چې له ده څخه يې بټۍ په زور نيولې او د ده ټول وسايل په کې پاتې شوي دي.

هغه پژواک خبرى اژانس ته يو شمېر اسناد هم وښودل او زياته يې کړه چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د ٢٠٠ ټېلرو موټرو  سراى داري هم په زور ترې اخيستې ده.

رسوليار زياتوي: (( زه له تېرو شلو کلونو راهيسې د خپل سراى مشري کوم، قانوني پيسې مې تحويل کړي،ماليه مې تحويل کړې مګر ښاروال په زور رانه سراى ونيوه.))

خو د تورخم ښاروال حميدالله شينوارى بيا يادې ټولې ادعاوې په کلکه ردوي او وايي چې دوى هېڅکله فساد نه دى کړى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د مومندرې او ګردي غوث يو شمېر خلکو له دوى څخه نامشروع غوښتنې کولې خو دا چې دوى نه دي منلي ، نو ځکه يې يې پر ضد لاريون وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې د لنډي کوتل د سيمې اوسېدونکو څخه يې بټۍ او سرايونه ځکه اخيستي چې دوى ته له مرکز څخه حکم شوى و.

دى زياتوي چې دا پرېکړه د وزيرانو د شورا وه او دوى په قانوني چوکاټ کې د لنډي کوتل د سيمې له اوسېدونکو څخه سرايونه اخيستي دي.

ښاروال وايي چې  ورور يې عبيد شينوارى د ننګرهار ولايتي شورا وکيل دى او ولايتي شورا په دوو ډلو ويشل شوې نو د مخالفې ډلې وکيلان غواړي چې دوى بدنام کړي.

 د ده په خبره ، چې يو شمېر وکيلانو ورسره خبرې کړي او ورته يې ويلي دي چې په تورخم کې غېر قانوني پيسې اخيستل کيږي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې حميدالله شينوارى په تورخم کې ښاروال دى.

دى زياتوي چې لاريون کې له دوى سره هېڅ ډول کوم شخصي غرض نه درلود او يواځې د فساد د مخنيوي په خاطر يې په دې وروستيو کې ګړندي اقدامات پيل کړي دي.

ده زياته کړه : (( که ښاروال پر هر وکيل دا ادعا لري چې شخصي غوښتنه يې ترې کړې همدا اوس کولى شي چې اسناد رسنيو ته په ډاګه کړي.))

ياده دې وي چې څه موده وړاندې هم په تورخم کې د کميسار پر ضد لاريون وشو چې څو ورځې وړاندې نوموړى له دندې ګوښه شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.