لښکرګاه (پژواک ١٨ مرغومى ٩٣): د هلمند چارواکي وايي، د دې ولايت په کجکي ولسوالۍ کې يو شمېر مخ پټي وسله وال پيدا شوي، چې تورې جنډې ورسره ليدل کېږي.
د هلمند مرستيال والي محمد جان رسول يار پژواک خبري اژانس ته وويل، دا نوې ډله د کجکي په نيچه او اذان سيمو کې له وړمې ورځې (١٦ مرغومى) راهيسې پيدا شوې او د تګ پرمهال له ځانونو سره تورې جنډې هم ګرځوي.
يادې سيمې اوسمهال د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.
هغه زياته کړه، دې ډلې په سيمه کې له طالبانو سره هم پرون نښته کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه لري.
نوموړي د يادې ډلې د شمېر په اړه معلومات نه درلودل، خو وايي، هڅه کوي، د دې ډلې په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، چې په نښته کې له دواړو خواوو څخه ١٧ تنه وژل شوي دي.
د کجکي امنيه قوماندان څارمن فيض الله اخندازاده بيا وايي، د دوى د معلوماتو له مخې، ياد کسان د ملا رووف، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کندهار د قول اردو قوماندان و، په مشرۍ راغلي دي.
نوموړي د دې ډلې نښته له طالبانو سره تاييد نه کړه.
د هلمند د سولې شورا مشر او د کجکي اوسېدونکي فضل باري فياض وايي، د سيمې خلکو ورته د يادې ډلې د ورتګ خبره کړې ده.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې څو مياشتې وړاندې په نورستان ولايت کې هم د مخ پټو وګړو يوه ډله پيدا شوه، چې لږه موده وروسته يې يوه وېډيو خپره شوه، چې په کې يې يو شمېر کسان په دار ځړولي وو.