ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
12 Jan 2015 - 11:56
وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
12 Jan 2015 - 11:56

جلال اباد (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د ناامنيو په پېښو کې لسو وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د چپرهار ولسوالۍ د څلوزو په سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر يوه مازدا ډوله موټر بريد کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي، خو ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د ننګرهار د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې په غني خېلو ولسوالۍ کې د ملي اردو د انجنيرۍ ټيم د ګزمې پر موټر د سړک غاړې چاودنه شوې چې له امله يې دوه سرتېري ژوبل شوي دي.

 

د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې د خيبر ٣١ عملياتو په لړ کې ملي ځواکونو نن سهار د اليشنګ ولسوالۍ د شمټک او قلعټک په سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې تر دې دمه په دغو عملياتو کې د وسله والو نښتو له امله د مخالفو وسله والو يو مشهور سرګروپ يوسف اليشنګی وژل شوی او دوه نور سخت ژوبل دي.

د ځواک په وينا، په دې نښتو کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او يو بل ټپي  دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.