کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٣): د امريکا متحده ايالات له زيانمنو شويو افغانانو سره د ٣٣،٨ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي.
د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نړيوال خوراکي پروګرام (ډبليو ايف پي) د دوامداره مرستو او ژغورنې د هڅو له پروګرام (پي ار ار او) سره د خپل روان مالي ملاتړ د يوې برخې په توګه کوي.
سرچينه زياتوي، په افغانستان کې د (پي ار ار او) د پروګرام موخه په ١٨٤ ولسواليو کې له ٣،٧ ميليونو څخه زيانمنو منونکو افغانانو سره، چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، مرستې ترسره کول دي.
سرچينه کاږي، له طبيعي او اقتصادي پېښو څخه له زيانمنو شوو خلکو سره بېرته عادي حالت ته د راګرځېدو په موخه مالي ملاتړ، د خوارځواکو ماشومانو، امېندوارو او شيدې ورکوونکو مېرمنو درملنه او د لومړنيو او منځيو ښوونځيو د زده کوونکو زده کړه، تر اوسه هم په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو له لومړيتوبونو څخه دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د امريکا د متحده ايالاتو نړيوالې پرمختيايي ادارې د تېرو ۱۲ مياشتو په لړ کې په افغانستان کې د جګړې او طبيعي پېښو څخه د زيامنو شوو خلکو او کورنيو سره د شاوخوا ۸۷.۸ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بشري مرستې ترسره کړې دي.










