منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۶ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د بدخشان جګړه ځپلي د وسله والو له وېرې خپلو کورونو ته نه شي ستنېداى

· ۶ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

فيض اباد(پژواک، ١٢ سلواغه٩٣): سږ کال څه باندې زر کورنۍ په بدخشان کې د جګړو او طبيعي پېښو له امله بې ځايه شوې او د سرپناه او خوراکي توکو سربېره د وسله والو مخالفينو له وېرې خپلو کورونو ته نه شي ستنېداى.

د خلکو استازي وايي چې دغه شمېر کورنۍ په وردوج، جُرم، ياوان او کوز يفتل پايان ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د جګړو، طبيعي پېښو او بېوزلۍ له امله بېځايه شوې او اوس په خېمو، کرايي کورونو او يا هم د خپلو خپلوانو په کورونو کې مېشت دي چې له جګړې څخه د اغېزمنو کچه په کې لوړه ده.

د بدخشان په ولايتي شورا کې د جرم د ولسوالۍ د خلکو استازى احمدجاوېد مجددي وايي چې په جرم ولسوالۍ کې د جګړې په اوږدو کې د قرغامنج، کيب، کتيب او خستک څخه خلکو تېښته کړې او د بهارک ولسوالۍ په مرکز کې د خپلوانو او کرايي کورونو کې مېشت دي.

هغه زياته کړه چې تر اوسه د خيريه موسسو او دولت له خوا ورسره مرستې شوې، خو دغه مرستې بسنه نه کوي او بې ځايه شوي د ژمي په دې سړو کې په بد وضعيت کې ژوند کوي او لا زياتو مرستو ته اړتيا لري.

مجددي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د خلکو د استازي په توګه مې تر اوسه بېلابېلو دولتي ارګانونو او خيريه موسساتو ته مراجعه کړې، خو اړينې مرستې مې نه دې ترلاسه کړې.))

ځيني بېځايه شوي وايي چې د وسله والو مخالفينو له وېرې بېرته خپلو کورونو ته نه شي ورتلاى.

د جرم ولسوالۍ له خستک سيمې بېځايه شوي عبدالودود وويل: ((موږ وېره لرو چې که چېرې خپل کور ته ستانه شو، نو د طالبانو له خوا به د دولت د همکارانو په نامه ووژل شو او يا به مو وځوروي.))

نوموړى چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې له خپلې اووه کسيزې کورنۍ سره د ولسوالۍ په مرکز کې اوسېږي، زياتوي چې د کورنيو طالبانو تر څنګ د بهرنيو شتون د دوى د بېرته تګ پر وړاندې خنډ دى.

جرم او وردوج د بدخشان ناامنې ولسوالۍ دي چې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو سربېره هم وسله وسله وال طالبان په ځينو برخو کې په کې فعاليت لري چې د تېر کال د نښتو له امله له دواړو خواوو څخه په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بدخشان امنيه قوماندان جنرال باجه جان وويل چې په بدخشان ولايت کې د کورنيو طالبانو تر څنګ د ازبکستان، تاجکستان او چيچين په اسلامي ډلو پورې تړلي څه باندې سل بهرني وګړي هم شته چې کورنيو طالبانو ته د ميان جوړولو او درنې وسلې په اړه روزنه ورکوي.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې ٢٠ بهرني وګړي چې ښځې، ماشومان، ځوانان او د همدغو وګړو د کورنۍ غړي په کې وو او غوښتل يې چې جرم ولسوالۍ ته ولاړ شي، د بدخشان امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.

په تازه ډول څه موده وړاندې دوه تاجکستاني او يو چيچن وګړى په جرم ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول او امنيتي چارواکي وايي چې چاڼيز عمليات دوام لري او ډېر ژر به د بې ځايه شوو کورنيو د ستنېدو زمينه مساعده شي.

د بدخشان د کډوالو په چارو رياست کې د بېرته مدغمولو د چارو عمومي مدير وجهه الله وايي چې تر اوسه ٤٢٠ کورنۍ له ارګو، ٢٤٢ کورنۍ له جرم، ٥١ کورنۍ له کوز پايان، ١٠٦ کورنۍ له وردوج او ٦٠ کورنۍ له څو نورو ولسواليو څخه د نا امنيو او ٧١ کورنۍ د سېلاب او واورې ښويېدنې په سبب له ياوان ولسوالۍ څخه بې ځايه شوي دي.

هغه ويل، بېځايه شوي د سرپناه او خوراکي توکو له ستونزې سره مخ دي او مرستې ته اړتيا لري.

خو د بدخشان د سرې مياشتې رييس عبدالله فايض وايي چې دغه ادارې اوس اوس د جګړې په سبب د ١٤٠ بې ځايه شوو کورنيو لپاره ١٥ قلمه خوراکي توکي او ژمني کالي د سره صليب نړيوالې ادارې د څه باندې دوه ميليون افغانيو مرستو په ارزښت ورکړې دي.

هغه زياته کړه چې له دې مرستو کې وريجې، غوړ، بوره، لوبيا او… ژمنۍ جامې لکه کمپلې، پټو او ترپالونه شامل دي چې د ژمې لپاره ورته بسنه کوي.

فايض وويل چې دغه کورنۍ د جرم او وردوج له ولسواليو څخه د اشکاشم او بهارک ولسوالۍ ګاونډيو کلو ته بې ځايه شوي دي.

د بدخشان د کډوالو چارو رياست د حقوقي ملاتړ مدير جاهدالله هم وويل چې په روان کال کې يې د شاوخوا ٩٠٠ کورنيو لپاره خوراکي توکي، پوښاک او نغدې پيسې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کميشنرۍ UNHCR له لارې وېشلي دي.

د هغه په خبره، د هرې کورنۍ لپاره ٢١ منه غنم، درې دوه لېتره قوطي غوړي، دوه نيم منه دال نخود، يو من خام نخود، شل قوطي بيسکېټ، سو سولر(لمريزه برېښنا)، شپږ کمپلې، يو د اوبو سطل، يوه بسته صابون او ٣٤٥٠ نغدې پيسې وېشلې دي.

ځيني بېځايه شوي وايي چې پرله پسې جګړو ورڅخه کورونه او شتمنۍ اخيستې او د استوګنې لپاره بل کوم ځاى نه لري.

د وردوج ولسوالۍ د غچان کلي څخه د ٤٥ بېځايه شوو کورنيو استازي محمدکبير وويل: ((موږ د سرپناه له سختې ستونزې سره مخ يو، خلک په بهارک او ګاونډيو کلو کې د خپلو خپلوانو په کورونو او کرايي حويليو کې په ناوړه شرايطو کې ژوند کوي.))

هغه زياته کړه چې د يو شمېر کډوالو لپاره د دولت له خوا درې بسوې ځمکه پېرل شوې او وکړل شوې ده، نورو موسسو ورسره د ځينو کورونو په جوړولو کې مرسته کړې، خو بيا هم د بې ځايه شوو خلکو ستونزه په بشپړه توګه نه ده حل شوې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ ژمنه کړې چې په ١٣٩٤ کال کې به ٦٠ نورو کورنيو ته هم کورونه جوړ کړي.

د بدخشان د کډوالو چارو رياست د حقوقي ملاتړ مدير وويل چې د وردوج او جرم ولسواليو څخه په روان کې کال د جګړې په سبب د ٧٠ بې ځايه شوو کرونيو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کميشنرۍ له خوا د استوګنې کورونه جوړ شوي چې هر کور دوې کوټې، يو تشناب او يودهليز لري چې شاوخا ١٤٠٠ ډالر پرې لګېدلي دي.

هغه زياته کړه چې ١٢٠ سرپناوې (شلتر) د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار په کهنه خرمن سيمه کې د طبيعي پېښو د بې ځايهش وو لپاره د اکټيډ موسسې له خوا جوړ شوي دي.

همدارنګه ٧١ نور کورونه هم د فيض اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند په ميانه دشت ساحه کې ياوان ولسوالۍ له طبيعي پېښو له امله د بېځايه شوو لپاره په داسې حال کې جوړ شوي چې د اکټيډ موسسې له خوا له هر کور ١٤٠٠ ډالر لګول شوي.

د دغو کورونو د ډبرو او شاوخوا دېوالونه د کورنۍ او پاتې نور لګښتونه يې د موسساتو پر غاړه دي.