جلال اباد (پژواک ۱۸ سلواغه ۹۳): د ننګرهار سرپرست والي په دغه ولايت کې د درې ميليونه نيالګيو د ايښودلو د کمپاين د پيل پرمهال له خلکو وغوښتل چې د دې ولايت چاپيريال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
سرپرست والي مولوي عطاءالله لودين دا څرګندونې د سلواغې په ۱۸مه ، په جلال اباد ښار کې د نويو بوټو او نيالګيو د ايښودلو د پيل په مراسمو کې وکړې او تر هغه وروسته يې د يوه بوټي په ايښودلو سره دا لړۍ پيل کړه.
هغه زياته کړه، چې سږکال په ننګرهار ولايت کې د کرنې رياست له لوري درې ميليونه نيالګي د ايښودلو لپاره چمتو شوي او په بېلا بېلو سيمو کې به کېښودل شي.
لودين وايي: ((له خکو غوښتنه کوم چې هر يو کس يو يا دوه بوټي کېنوي ، څو ښه چاپيريال ولرو نو زما هيله دا ده چې خلک په دې توګه د چاپيريال لپاره پاملرنه وکړي.))
د ننګرهار د کرنې رييس حميدالله نظير پژواک اژانس ته وويل چې سږکال به په دې ولايت کې درې ميليونه نيالګي کېښودل شي چې شاوخوا سل زره بوټي به يې دوی خپله کيږدي او پاتې نور ځايي اوسېدونکي.
نوموړي زياته کړه : ((موږ دا بوټي د کرنې رياست په اړوند کرنيزو ساحو کې کرلي وو او روزونه مو ورکړې اوس به يې زياته کچه ولسي خلکو ته ورکړو ، قومي شورا ګانو او ټولنو ته يې وړيا ووېشو او د کرنې په رياست او په عامه ځايونو کې به يې وپلور و.))
د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل پژواک اژانس ته وويل چې له يادو نيالګيو څخه به ۳۳۴ زره د ستروسو، بېرې او ورته نور مېوه لرونکي بوټي دوی د کانال رياست په اړوندو ځمکو کې کيږدي.
راحل له ننګرهاريانو غوښتنه وکړه چې د سيمې او کليو د چاپيريال د ښه والي لپاره بايد په خپلو کورونو او شنو سيمو کې بوټي کيږدي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي عرف الله شريف پژواک ته وويل چې د کرنې رياست او کليوال خلک هر کال نوي بوټي کېنوي خو وروسته يې سمه ساتنه نه کوي.
د هغه په وينا، د کرنې رياست ته په کار دي ، هغه بوټي چې کېنوي بايد ساتنه يې وکړي او پر وخت اوبه ور ورسوي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي او د کابل پوهنتون استاد عبدالله کامه وال پژواک ته وويل چې خلک بايد د بوټو په ايښودلو کې ونډه واخلي څو ښه چاپيريال ولري.
نوموړي زياته کړه : (( خوشاله يم چې نن د ۳ ميليونه په شمېر بوټو د کرلو لړۍ پيل شوې ، دا به پر چاپيريال ښه اغېزه ولري نو خلکو ته په کار ده چې بوټي وکري او ساتنه يې وکړي.))
د ننګرهار د کرنې رييس وايي هغه بوټي چې د کرنې رياست له لوري ايښودل کېږي دوى يې جدي ساتنه کوي.
د يادولو ده چې تېر کال هم په ننګرهار کې شاوخوا درې ميليونه نوي نيالګي ايښودل شوي وو.










