منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۶ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د وچکالۍ پر مهال له خلکو سره د مرستو لپاره ميکانيزم جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ٥ حوت ٩٣): حکومت د وچکالۍ پر مهال له خلکو سره د اړينو مرستو پر ميکانيزم په داسې حال کې کار کوي چې د هېواد ١٦٠ ولسوالۍ وچکالي ګواښي او پنځه ولايتونه نږدې د قحطۍ په حال کې دي.

دغه څرګندونې نن په هغې غونډه کې وشوې چې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضيا مسعود او د يو شېر بهرنيو موسسو استازو په کې ګډون درلود.

مسعود وويل چې سږ کال په هېواد کې د ورښتونو کچه ټيټه وه او کېداى شي د هېواد ځينې سيمې له وچکالۍ سره مخ شي.

هغه زياته کړه: “افغانستان يو کرنيز هېواد دى، که چېرې وچکالي دوام پيدا کړي نو زموږ تر ټولو بېوزله قشر (بزرګران) چې د هيواد ٨٥ سلنه وګړي دي، ډېر سخت زيانمن کيږي. “

د ده په وينا، کله چې بزګران زيانمن شي، د وزګارو کسانو شمېر زياتېږي او هېواد له اقتصادي بحران سره مخ کېږي.

هغه وويل چې افغان حکومت له بهرنيو موسسو سره په ګډه پر يو ميکانيزم کار کوي تر څو له مخې يې په هېواد کې د احتمالي وچکالۍ پر مهال له اړو کسانو سره مرستې وشي.

هغه زياته کړه: “موږ سر له ننه د دغه ميکانيزم پر جوړېدو کار کوو او هڅه کوو چې ډېر ژر يې بشپړ کړو.”

هغه وويل چې د ميکانيزم د پلي کولو لپاره به د بهرنيو موسسو او حکومت ګډ کمېسيون جوړ شي او د اړتيا په وخت کې به له اړو خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو تر څنګ د ترانسپورت په برخه کې هم مرستې کوي.

په ياده غونډه کې د خوړو د نړيوال سازمان استازي امان الله حصين وويل چې د دې سازمان د تېرو دوو کلونو سروې ګانو له مخې د افغانستان ٣٠ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.

د هغه په وينا، د افغانستان ٥٩ سلنه وګړي تر اوسه پر دې نه توانيدلي چې مکلف خواړه وخوري او ٩ سلنه وګړي يې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، باميان، بادغيس، دايکنډي، نورستان او بدخشان هغه ولايتونه دي چې له قحطۍ سره مخ کېدو ته ډېر نږدې دي.

هغه وويل چې له يادو ولايتونو سره بايد جدي مرستې وشي.

هغه دا هم وويل چې د افغانستان له ٤١٠ “دايمي او موقتي” ولسواليو څخه ١٦٠ ولسوالۍ له وچکالۍ سره مخ دي چې مرستو ته اړتيا لري.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي انجنير محمدشريف وويل چې په نړۍ کې د اقليم د بدلېدو له امله امکان لري هر کال او يا هم يو کال وروسته افغانستان او د سيمي نور هېوادونه له وچکالۍ سره مخ شي.

د ده په وينا، د افغانستان دولت بايد هڅه وکړي چې په هېواد کې د اوبو د خونديتوب لارې چارې وسنجوي تر څو د وچکالۍ پر مهال ګټه ترې واخيستل شي.

هغه دا هم وويل چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، د ياد سازمان د ارزونې له مخې کېداى شي په راتلونکو مياشتو کې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې سېلابونه هم راشي.

په نننۍ غونډه کې د ځينو موسسو او سازمانونو استازو ژمنه وکړه چې د وچکالۍ پر مهال له افغان دولت سره اړينې مرستې کوي، خو هغوى په دې اړه جزئيات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د اورښتونو وړاندوينه کړې او ويلي يې دي چې راتلونکى کال به په ځينو سيمو کې د اوبود کمښت ستونزه وي خو دا ستونزه د وچکالۍ په معنا نه ده.

د دې ادارې او د کرنې وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په ځينو سيمو کې اورښتونه شوي او کېداى شي په راتلونکو درېيو مياشتو کې هم په ټول هېواد کې اورښتونه وشي.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولايتونو کې سخت اورښتونه شوي او په ځينو سيمو کې د واورو د ښوېېدو له امله لارې هم تړل شوي دي.