خوست ښار ( پژواک، ١٦ کب ٩٣ ) : د خوست ښاريان وايي، چې په دې وروستيو کې په ښار او شاوخوا سيمو کې ميقناطيسي او د سړک غاړې ماينونو چاودنې زياتې شوې، چې له امله يې په خلکو کې يو ډول وېره پيدا شوې.
دوی وايي، چې له تېرو دوه – درې مياشتو راهيسې په هرو دوو يا درې ورځو کې په ښار او اړونده سيمو کې د ماينونو چاودنو غږونه اوري.
دوی اندېښنه څرګندوي، چې که د چاودنو دغه پيل شوې لړۍ دوام وکړي، ښايي پر ورځني کاروبار سربېره د خلکو د ژوندانه پر نورو اړخونو هم منفي اغېز وکړي. او له رواني ستونزو سره يې هم مخ کړي دي.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي قسمت الله له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر پوليسو نيوکه وکړه، چې د خپلو ورسپارل شوو دندو په ترسره کولو کې ناغېړي کوي.
هغه وويل، سره له دې، چې پوليس د ښار په کوڅو او سړکونو کې ګزمې او تلاشۍ کوي، خو زياتره وخت د دوی بې پروايي د ماينونو چاودنو لامل ګرځي.
قسمت الله زياته کړه: ((يوه ورځ يو شمېر پوليس د خپل رېنجر موټر ترڅنګ د سړک پرغاړه ولاړ وو، د دوی فکر نه وو، چې يو چا يې ترڅنګ ماين کېښود او د چاودنې په پايله کې يې پوليس ټپيان شول.))
که څه هم زياتره وخت امنيتي ځواکونه او دولتي مامورين د دې چاودنو موخه ګرځي، خو ښاريان وايي، چې پرسوداګريز کاروبار د منفي اغېز ترڅنګ يې له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.
په همدې لړ کې وروستۍ چاودنه تېره سه شنبه په خوست ښار کې عزيزي بانک ته څېرمه د يوه دولتي مامور په موټر کې د ځای پرځای شوي ماين په پايله کې وشوه، چې دوه ملکيان يې ټپيان کړل.
يو تن هټيوال محمد رحيم، چې ياده چاودنه يې د هټۍ مخې ته شوې، پژواک اژانس ته وويل، چې له هماغې ورځې راهيسې يو ډول رواني ستونزه ورته پيدا شوې او د شپې له خوا ډاروونکي خوبونه ويني.
هغه وويل: ((د هغې چاودنې غږ مې اوس هم په غوږونو کې کړنګېږي. په خوب کې هره شېبه د دې په انتظار وم، چې اوس چاودنه کېږي. زړه مې هر وخت ناارامه وي.))
د لاسي کراچۍ يو تن چلوونکی سپين ږيری منظور، چې ټوله ورځ د ۱۰ او ۲۰ روپيو په بدل کې د خلکو مالونه په ښار کې ښکته او پورته وړي، چاودنو سخت وېرولی دی.
هغه په دې اړه پژواک ته يوه بېلګه وويله:((يوه ورځ مو له سبزي منډيي څخه سبزي بار کړې وه، ناڅاپه ماشومانو غږ کړ، چې د سړک په څنډه کې ماين خښ شوی، هرڅه مې پرېښودل، په ستړې منډه وتښتېدم.))
دې سپين ږيري له پژواک سره د خبرو پرمهال خپل لاسونه خدای ج ته لپه کړل او دعا يې وکړه، چې له دې وروسته دې نور په افغانستان کې ناامنۍ پای ته ورسېږي او سوله او ثبات دې ټينګښت ومومي.
د خوست ښار اوسېدونکي په دې باور دي، چې که امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول پوليس وغواړي، تر ډېره بريده د چاودنو مخنيوی وکړي، نو ښار ته ټولې ننوتونکې لارې دې کلکې وڅاري.
په همدې حال کې د خوست امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته د نوم نه خپرولو په شرط وويل، چې له دې چاودنو سره، سره يې ۸۰ سلنه ځای پرځای شوي ماينونه ناکاره کړي هم دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې په دې وروستيو کې په خوست ښار او شاوخوا سيمو کې د ځينو چاودنو پخلی وکړ.
نوموړي وويل، چې په ياده برخه کې يې کوټلي ګامونه اخيستي او پوليسو ته يې دندې سپارلې، څو په خپل وخت د بريدونو او چاودنو ترڅنګ د بل هر ډول ورانکاري فعاليت مخنيوی وکړي.
غيرت زياته کړه :((زه د دې هېواد د يوه امنيتي مسوول په صفت د خوست ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم، چې د امنيت په ټينګښت کې به نور هم زيار باسو او مخنيوی به يې کوو او کړی مو هم دی.))