منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان کروندګر : د بنسټيزو پروژو په بدل کې کوکنار نه کرو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

ترينکوټ ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) : د اروزګان ولايت يو شمېر کروندګر او قومي مشران وايي چې که دولت په دغه ولايت کې د بيارغونې بنسټيزې پروژې پلې کړي، نو دوى به د کوکنارو له کر څخه لاس واخلي.

دوى دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ځايي چارواکو ترڅنګ د ولايت د مرکز او ولسواليو څخه راغليو سلګونو قومي مشرانو، کروندګرو، بزګرانو او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

د اروزګان مرستيال والي شېربادشاه ارګوني وويل چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کر کيلې له امله تر لسو زرو زيات کسان په نشه يي توکو روږدي شوي او اوس د خپلو کورنيو د اوږو بار   دي.

نوموړي زياته کړه، چې د کوکنارو له کرکيلې څخه ګټه بهرنيان او د نشه يي توکو قاچاقچيان ترلاسه کوي او کروندګرو ته يې ډېره کمه ګټه رسيږي.

مرستيال وويل چې کوکنار يو زيان رسوونکى بوټى دى او له کروندګرو يې وغوښتل چې ددې بوټي له کرلو څخه ډډه وکړي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر عبدالحي نعمتي غونډې ته وويل چې د  تېرو شاوخوا ١٣ کلونو پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او قاچاق په مخنيوي کې ميلياردونه ډالر لګول شوي، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.

نوموړي په دې برخه کې پر جوړ شوي ميکانېزم نيوکه وکړه او ويې ويل چې دا ميکانېزم ناکامه و ، ځکه يې ګټه ونه کړه.

دا روزګان د استېناف څارنوالۍ رييس فضل سلطان صافي غونډې ته  وويل چې د نشه يي توکو کښت او استعمال  داسلام له مخې حرام او ناروا بلل شوی  او بايد ترينه ډډه وشي .

خو ددې ولايت يو شمېر کروندګرو او بزګرانو چې په غونډه کې يې برخه اخيستې وه، په يوه شرط د کوکنارو له کر څخه ډډه وکړه، چې مرکزي حکومت په دې ولايت کې د بيارغونې بنسټيزې پروژې پلې کړي.

د دهراوود ولسوالۍ يو تن قومي مشر ابراهيم اخوندزاده پژواک اژانس ته وويل، چې کروندګر د بيارغونې پروژو ترڅنګ اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو ته هم اړتيا لري.

د هغه په وينا، دولت له څو کلونو راهيسې له دوى سره  د بېلا بېلو پروژو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه يې عملي کړې نه دي.

د مرکز اړونده يوه قومي مشر حاجي عبدالرحمن وايي، چې که  دولت په خپلو ژمنو وفا ونه کړي، نو دوى به د کوکنارو له کښت څخه لاس وانخلي.