منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار پوهنتون استادانو درسي اعتصاب پيل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٥ ورى ٩٤): د ننګرهار پوهنتون استادانو د خپلو ستونزو تر هوارېدو او د غوښتنو تر منلو پورې پر درسي اعتصاب لاس پورې کړى دى.

د ننګرهار پوهنتون د استادانو د ټولنې مشر اجمل صافي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د درسي اعتصاب پيلولو پرېکړه نن د استادانو په غونډه کې وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د پوهنتون ګڼ شمېر مامورينو هم برخه اخيستې وه.

دى وايي چې په دې وروستيو  کې د دغه پوهنتون ستونزې ډېرې شوې، د استادانو معاشونه او د محصلينو د ليليې د اعاشې پيسې هم وتښتول شوې.

د صافي په وينا، د استادانو د معاشونو تښتول، امنيت، استادانو ته د کورونو ورکول، د پوهنتون داخلي ستونزې او په پوهنتون کې اصلاحات راوستل هغه څه دي چې دوى يې له امله اعتصاب کړى دى.

ده وويل، درسي اعتصاب به يې تر هغه دوام کوي، څو يې غوښتنې نه وي منل شوې او ستونزې يې نه وي هوارې شوې.

هغه زياته کړه چې مامورين او استادان به پوهنتون ته ځي، خو درسونه به نه ورکوي.

د ياد پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد شفيق الله رحماني  چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه پژواک ته د درسي اعتصاب پرېکړه تاييد کړه.

هغه زياتوي چې د پوهنتون استادانو د رايو په اکثريت دغه پرېکړه وکړه.

د ادبياتو پوهنځي محصل فواد اکبر زاده وايي چې دوى ته تر اوسه په رسمي توګه د اعتصاب خبره نه ده شوې خو دوى پوهنتون ته تللي وو.

د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر طاهر عنايت پژواک اژانس ته وويل چې د ګوتو په شمېر استادانانو غونډه کړې چې د ټولو  استازيتوب نه شي کولى.

د هغه په وينا، په رسمي وختونو کې دوى چا ته د اعتصاب اجازه نه ورکوي.

دى وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې وړانديز کړى چې له ٩١ کوډ څخه د استادانو تښتول شوي معاشونه ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه