جلال اباد (پژواک،۱۶ وری ۹۴): د ننګرهار پوهنتون د استادانو کاري اعتصاب په مشروط ډول پای ته ورسېد او د هغوى د معاشونو د تښتولو په تور نيول شوي شکمن کسان، څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د ننګرهار پوهنتون استادانو، تېره ورځ (د وري ۱۵مه) د کب مياشتې د معاشونو د تښتولو او ځينو نورو ستونزو په غبرګون کاري اعتصاب پيل کړ، خو دغه اعتصاب يې تر دوو اوونيو پورې (د غويي مياشتې لومړۍ نېټه) په مشروط ډول، نن پای ته ورساوه.
د ننګرهار پوهنتون د استادانو د ټولنې مشر اجمل ساپي د وري په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې په دې تړاو له ولايتي چارواکو او وزارت سره خبرې شوې دي.
دى وايي: ((د وزارت له چارواکو او د ننګرهار د ولايتي شورا د ځينو وکيلانو په ګډون مو د پوهنتون له مشرتابه سره غونډه درلوده؛ زموږ غوښتنې واورېدل شوې او ومنل شوې، نو ځکه مو کاري اعتصاب مات کړ.))
هغه زياته کړه، د کب مياشتې معاشونه ور رسېدل، د استادانو د ښارګوټي او په ادارې کې د ځينو ستونزو هوارى يې تر ټولو مهمې غوښتنې وې، چې په دې برخه کې ورسره ژمنې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر محمدطاهر عنايت هم پژواک اژانس ته وويل، چې د ځينو استادانو له لوري شوی کاري اعتصاب پای ته ورسېد.
هغه وايي: ((يو شمېر استادانو تېره ورځ کاري اعتصاب کړی و؛ نن له دوی سره خبرې وشوې، د هغوى د معاشونو او ښارګوټي مسئله ورسره بحث شوه، د حل لارې لپاره يې هڅې پيل شوې.))
د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال بيا پژواک ته وويل، چې د استادانو د معاشونو د تښتولو په تور يې څو کسان نيولي او د څېړنو لپاره يې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
نوموړي د نيول شوو کسانو د شمېر او هويت په تړاو څه ونه ويل.
هغه وايي: ((موږ په دې مسئله له دوو اړخونو کار کوو؛ اول دا چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته مو د استادانو د معاشونو په تړاو خبر ورکړی، چې هغوی له کوم ځانګړي کوډ څخه دا پيسې ورکړي؛ بله دا چې له نيول شوو کسانو څېړنې روانې دي، له دوی سره د تښتول شوو معاشونو خبره کېږي، چې څه يې کړل؟))
د والي مرستيال يادونه وکړه، چې له استادانو سره يې د هغوی د ښارګوټي په تړاو ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به ورته د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بارا باد په سيمه کې ځمکې ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










