منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ميدان وردګو د بهسودو ولسوالۍ لارو جوړولو ته حشر شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۴): د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکو د څو ورځني حشر په ترڅ کې په دې ولسوالۍ کې د لویو تخريب شوو لارو جوړولو چارې پیل کړې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د وري په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه حشر کې د یادې ولسوالۍ د بېلابېلو لسګونو قومي مشرانو تر څنګ ځوانانو برخه اخیستې ده.

د هغه په وینا، دغه حشر به شاوخوا شل ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به په یاده ولسوالۍ کې ټول تخریب شوي خام سړکونه ورغول شي.

د حشر یوه ګډونوال محمد عباس وایي تر هغو چې په ولسوالۍ کې د یوې لویې لارې سړک تخریب پاتې وي کور ته د تګ اراده نه لري.

هغه زیاته کړه، د میدان وردګو د نورو ولسوالیو او د هېواد په کچه له ټولو ولسونو غواړي چې د ورته کړنې په ترڅ کې له حکومت سره په چارو ترسره کولو کې همکاري وکړي.

د حشر يو بل ګډونوال محمداسحاق وایي په دغه کار سره د نورو سیمو خلکو ته ښیي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په بشپړه توګه اتحاد لري او همدا راز د مرستې په نوم د سوال د لاسونو له اوږدولو پرته خپلې ستونزې په خپله حل کوي.

هغه زیاته کړه، په دغه کار سره که له یو لوري خپلې ستونزې په خپله حل کوي، له بل لوري له خپل حکومت سره د ملاتړ او مرستې لامل هم ګرځي.

د مرکزي بهسودو ولسوال جان اقا محصل چې په یاد حشر کې په پرله پسې ډول ګډون لري، د دې ولسوالۍ له ټولو اوسېدونکو مننه وکړه چې د تخریب شوو سړکونو په جوړولو کې له حکومت سره مرسته کوي.

د میدان وردګو سرپرست والي عبدالمجید خوږیاڼي د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د اوسېدونکو د یادې کړنې ستاینه وکړه او د حشر په کولو سره د تخریب شوو سړکونو جوړول یې په سیمه کې یو نوى بنسټ کېښودل یاد کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه