کندهار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): چارواکي وايي د کندهار ولايت د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو پروژه د ځينو ستونزو له امله ځنډول شوې خو د دې پروژې د لومړي پړاو چارې اتيا سلنه ترسره شوې او تر راتلونکو دوو مياشتو به ټولې بشپړې شي.
د کندهار د ابولو لګولو رييس انجنير شېر محمد عطايي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دهلې بند رغولو پروژه دوه برخې لري چې په لومړۍ هغې کې يې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس او تونل جوړول او په دويم پړاو کې د اتو مترو په اندازه د دېوالونو لوړول شامل دي.
هغه زياته کړه، اوسمهال د دې پروژې د لومړي پړاو کارونه اتيا سلنه ترسره شوي او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې بشپړېږي، چې ټول ټال ٧١ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي.
د نوموړي په وينا، د دهلې بند د پروژې د لومړي پړاو چارې د يوې ترکي کمپنۍ له خوا پر مخ وړل کېږي چې په ډېره ښه توګه راونې دي.
دى وايي، د پروژې د لومړي پړاو د کارونو په بشپړېدو سره به د دهلې بند د اوبو د ضايعاتو مخه ونيول شي او بند به د پروژې د دويم پړاو کارونو پيلولو ته اماده شي چې د اتو مترو په اندازه يې د دېوالونو لوړول دي.
خو هغه خبر ورکړ چې د اوس لپاره د دهلې بند د پروژې د دويم پړاو د پيلېدو چارې ځنډول شوې دي.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې وه د دهلې بند د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي، له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندوى بندونه جوړ شي، د بند ټولې دخولي او خروجي دروازې جوړې شي، ټول والونه نوي شي او دغه راز دلته د چارو د ښې ترسره کېدا لپاره د برېښنا د توليد ظرفيت يو مېګاواټ ته لوړ شي.
د ده په وينا، پر دغو چارو ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راځي چې ٣٨ ميليونه ډالر به د ماليې وزارت له خوا او پاتې په يې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي.
عطايي وويل، دا چې پرېکړه شوې وه، د دغې پروژې لومړني کارونه به د ماليې وزارت په ٣٨ ميليونه ډالر بوديجه پيل کېږي، خو دا چې هغوى کار پيل نه کړ او دغه اندازه پيسې يې چمتو نه کړې، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې دغه پروژه ځنډولې ده.
هغه د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو پروژه ډېره مهمه وګڼله او ويې ويل چې دا مهال بند له ٤٠ سلنه رسوباتو څخه ډک شوى، مخکې په دې بند کې ٤٨٤ ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېدلې، خو په دې وروستيو کې د څه کم ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.
دى وايي، د دهلې بند د کندهار اوو ولسواليو شاه وليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي، چې ګټه يې د کندهار ٢،٥ ميليونه وګړو ته رسېږي.
ده وويل، د دهلې بند د دېوالونو له لوړولو سره به نه يوازې د کرنې په برخه کې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي، بلکې له دغه بند څخه به د شاوخوا ١٠ مېګاواټه برېښنا د توليد امکانات هم برابر شي.
د اوبو لګولو رييس له حکومت څخه وغوښتل چې د دهلې بند د پروژې د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته چې تر راتلونکو دوو مياشتو پورې سر ته ر سېږي، د دويم پړاو د پيل کولو لپاره جدي اقدام وکړي، چې تر ټولو بنسټيز ضرورت دى.
نوموړي دغه راز خبر ورکړ، چې په دې وروستيو کې د دهلې بند کاسه له اوبو څخه ډکه شوې او تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې به د کروندو او باغونو د خړوبولو لپاره په کانالونو کې پرېښودل شي.
د کندهار ولايت اوسېدونکي د دهلې بند د پروژې پر ځنډ خپه دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې پروژې د پيل کولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي عزيزالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو د پروژې د پيل کېدو په موخه د دې ولسوالۍ اوسېدونکي حاضر شوي وو چې خپل ملکيتونه استملاک ته چمتو کړي.
هغه زياته کړه، د دهلې بند د رغونې له امله د شاوليکوټ ولسوالۍ د نژدې ٥ زره کسانو ځمکې، کورونه او باغونه تر اوبو لاندې کېدل، چې ټاکل شوې وه، دولتي اداره يا د هغوى ملکيتونه استملاک کړي او يا په نورو ساحو کې ځمکې ورکړي.
خو نوموړي خواشيني وښودله چې اوس مهال د دغې پروژې د پيل کېدو چارې ځنډېدلې دي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د دهلې بند د دېوالونو پروژه بيرته د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې او يا اسيايي بانک په مرسته پيل کړي، ځکه همدا په دې ولايت کې د کروندو او باغونو د خړوبولو يوازينۍ سرچينه ده.
د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د منارې سيمې اوسېدونکى نور محمد هم وايي چې د دهلې بند په جوړولو هم د اوبو د کمښت ستونزه هوارېږي او هم د لس مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا پيدا کوي.
نوموړي هم له مرکزي ادارې وغوښتل چې دغې چارې ته جدي پاملرنه وکړي او د بند دېوالونه لوړ کړي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کاناډا هېواد په ٥٠ ميليونه ډالره لګښت د ياد شوي بند او ارغنداب د اوبو رسولو د تنظيم چارې تر سره شوې، چې په ٢٠٠٩ کې پيل او تر ٢٠١١ کاله يې دوام وکړ.
په دې پروژه کې د دهلې بند د تخنيکي او ساختماني برخو جوړول، د بند او کانالونو د خروجي او دخولي دروازو جوړول، د بند د اړوندو ودانيو، باغ او سړکونو رغول او د کانالونو او ويالو پاکول او کيندل شامل وو.
د دهلې بند د کندهار ښار شمال شرق لوري ته د ٤٠ کيلومترو په واټن په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند جوړ شوى، چې د تېرو دېرشو کلونو جنګ جګړو او د نه پاملرنې له امله يې تخنيکي او ساختماني برخې ويجاړې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










