منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ناټو: افغان ځواکونه کولى شي د وسلوالو پسرلني بريدونه شنډ کړي

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ورى ٩٤): ناټو وايي چې د افغانستان ملي ځواکونه په روان پسرلي کې له وسله والو طالبانو سره د مقابلې بشپړ توان لري او دا يې پخوا هم ثابت کړې ده.

دغه څرګندونې په کابل کې د ناټو د روزنې د نوي ماموريت (پرېکنده ملاتړ) يوه وياند له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړه چې افغان ملي دفاعي ځواکونه د دې مسووليت لري چې د خپل ټول هېواد امنيت وساتي او له ٢٠١٢ زېـږديز کال راهيسې دغه ‌ځواک ډېر پياوړى شوى او پرمختګونه يې کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه د تېر کال د پسرلي په جګړه ييز موسم کې له وسله والو مخالفينو سره ښه مقاله وکړه او بريالي ترې راووتل.

دغه سرچينه وايي چې افغان ملي ځواکونو په ياد جګړه ييز موسم کې او له هغه وروسته وتوانېدل چې د ولسمشريزو ټاکنو امنيت په ښه توګه وساتي چې په پايله کې يې د ملي يووالي حکومت رامنځته شو.

د ناټو دغه وياند زياتوي: ((افغان ملي دفاعي ځواکونو خپله پياوړتيا ثابته کړه او ويې کولى شول چې د وسله والو مخالفينو د مخامخ بريدونو دفاع هم وکړي.))

سرچينه وايي چې د ناټو د روزنې ماموريت د روزنې تر څنګ افغان ځواکونو ته مشورې ورکوي او له هغوى سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ هم کوي.

نوموړي زياته کړه: (( موږ غواړو چې د افغان ځواکونو له روزنې، مشورې او همکارۍ سره پر وسله والو مخالفينو فشار راوړو، څو هغوى ونه شي کولى د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت او خلکو پر ضد بريدونه ترسره نه کړاى شي.))

د افغان ځواکونو د روزنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو دغه چارواکي وويل چې د مشورې او همکارۍ پروسه په لويو مرکزونو کې ترسره کېږي، روزونکي هره ورځ له خپل افغان همکارانو سره غونډې لري او د امنيت په برخه کې خپلې تجربې هم ورسره شريکوي.

د سرچينې په وينا، د افغانستان له ملي دفاعي ځواکونو دا همکارۍ به لامل شي چې بيا هېڅکله دغه هېواد د نړيوالو ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.

ناټو وياند وايي: ((په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال کمپبل هم ويلي چې دوى به د افغانستان ملي دفاع ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ ترڅنګ له دوى سره په ستراتيژيکو او عملياتي برخو کې هم مرسته وکړي، څو په تېرو څو کلونو کې ترلاسه کړې لاسته راوړنې وساتلى شي او جګړه وګټي.))

ناټو وياند په هلمند ولايت کې د افغان ملي ځواکونو له خوا د ذوالفقار په نوم ترسره شوي عمليات بريالي وبلل او زياته يې کړه چې په سيمه کې يې د وسله والو مخالفينو هغه حرکتونه شنډ کړل چې د پسرلني عملياتو د پيلولو لپاره په لاره اچول شوي وو.

سرچينې زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې د ٢١٥ ميوند قول اردو په مشرۍ ترسره کېدل، په کې ځانګړو ځواکونو، ملي پوليسو، د هوايي ډګر او نورو افغان ملي دفاعي ځواکونو برخه اخيستې وه.

د ناټو وياندوويل، دغه عمليات د افغانستان د اسلامي جمهوريت د هغه عزم او ارادې څرګندونه کوي چې په سيمه کې د خپل ځواک شتون ثابتوي.

سرچينې وويل چې د تېرو ١٣ کلونو پر مهال په افغانستان کې د نړيوالو او افغان ځواکونو د همکاريو په پايله کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

د سرچينې په وينا، د ناټو قوماندان جنرال کمپبل ويلي چې ٢٠١٥ کال په افغانستان کې د شفافيت او حساب ورکونې لپاره ډېر مهم کال دى.

جنرال کمپبل زياته کړې: ((له افغان ولسمشر او اجرائيه رييس سره مې پر دې موضوع ګانو خبرې کړې دي، هغوى ته مې په ډاګه کړې، که چېرې په حکومت کې سم مشران وټاکل شي، نو هيله ده چې د افغانستان ٧٠ سلنه ستونزې هوارې شي.))

د هغه په وينا، افغان مشران بايد نړيوالې ټولنې ته هم وښيي چې دوى په سمه لار روان دي، څو وکولى شي چې له نړيوالې ټولنې مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

د ناټو قوماندان وايي، ولسمشر غني پر دې ښه پوهېږي چې څه ډول د نړيوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره وساتي.

بلخوا د ناټو ياد وياند د افغان ملي دفاع ځواکونو د تجهيز او اړتياوو په اړه وايي چې نړيوال ځواکونه د افغان ملي ځواکونو دوامدار ملاتړ ته ژمن دي.

د هغه په وينا، د دغه ملاتړ معنا دا ده چې په تېرو ١٣ کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتل شي او افغان ملي دفاعي ځواکونه ښه مجهز وي څوله ننګونو سره مقابله وکړاى شي.

سرچينه وايي: ((موږ هيله من يو چې په دې جګړه ييز موسم کې افغان هوايي ځواکونه خپله وړتيا ښيي او دوى ته د اېم اى ١٧ او اېم ډي ٥٣٠ اېف الوتکو په ورکولو سره يې وړتياوې نورې هم زياتې شوې دي.

د ناټو وياند وويل چې افغان هوايي ځواکونو ته يو شمېر نوربېلابېل ډول الوتکې هم ورکړل شوې دي.

د افغان ملي ځواکونو د مخ په زياتېدونکو تلفاتو د مخنيوي په اړه د ناټو دې سرچينې وويل، کله چې افغان ځواکونو د خپلې خاورې سل په سلو کې امنيتي مسووليت په لاس اخيستى، نو تلفات يې هم زيات شوي دي.

سرچينې زياته کړې: (( سره له دې چې افغان ځواکونو تېر کال ډېر ځاني تلفات ورکړل، خو د دوى هېڅ يوه ټولي يا ډلګۍ ماتې ونه خوړه او خپلې سيمې يې وساتلې.))

ناټو وايي چې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله او له ليکو د ځينو سرتېرو تېښته يوه ننګونه ده او ولسمشر اشرف غني له افغان ملي ځواکونو سره په ګډه پر دې کار کوي، څو دې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه