منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار ۱۴ ښوونځيو او دريو کلينيکونو ته ودانۍ جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۴ وری ۹۴): د جاپان د ١٠،٤ ميليون ډالرو په لګښت په ننګرهار کې ۱۴ ښوونځيو او درې کلينيکونو ته ودانۍ جوړېږي چې ورسره به لسګونه زره ځايي خلکو او زده کوونکو ته اسانتياوې برابرې شي.

دا پروژې د جايکا موسسې له لوري تمويلېږي او د جوړېدو کارونه به يې روانه اوونۍ د بهسودو او سره رود په ولسواليو کې پيل شي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال په دې تړاو د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو پروژو له ډلې ۶ ښوونځي او يو کلينيک په سره رود او ۸ ښوونځي او دوه کلينيکونه په بهسودو ولسوالۍ کې جوړېږي.

د والي مرستيال وويل: "نن مو له اړوند ادارو سره په دې تړاو غونډه وه، اوس د دې پروژو اداري کارونه خلاص شول او په روانه اوونۍ کې به يې عملي کارونه پيل شي، دا ټولې پروژې به د روان کال تر پايه بشپړې او ډېرو خلکو ته به يې ګټه ورسېږي."

ګرديوال زياته کړه چې د دغو پروژو مالي لګښت جايکا موسسه ورکوي.

د ګرديوال په وينا، يادې پروژې په تېر کال کې منظورې شوې وې، خو د ادارو پروسس او ځينو ستونزو له امله يې چارې ځنډنۍ وې .هغه د دغو ستونزو د څرنګوالي يادونه وکړه.

نوموړي وويل: "د دريو کلينيکونو په جوړېدو به په بهسودو او سره رود ولسواليو کې  تر ۴۰ زره ځايي خلکو ته د روغتيا په برخه کې اسانتياوې برابرې شي او  او ۱۴ ښوونځيو په جوړېدو به ډېر زده کوونکي د سرپناه د نه لرو له ستونزې خلاص شي."

د والي مرستيال د دغو کلينيکونو د جوړېدونکو خونو او بسترونو په تړاو څه ونه ويل.

بلخوا د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي پژواک اژانس ته وويل چې په دغو ښوونځيو کې ۱۳ لېسې او يو منځنی ښوونځی دی چې ۶۰ زره زده کوونکو ته به په کې درسي اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي وويل: "دا ښوونځي د بهسودو او سره رود ولسواليو لپاره دي او په هغو سيمو کې په جوړ شي هلته پخوا ښوونځي وو خو سرپناه يې نه درلودې، دا هر ښوونځی په ۱۶ درسي او اداري خونې ولري."

د پوهنې رييس وويل چې په ننګرهار ولايت کې ۸۹۷ ښوونځي شته چې ۴۵ سلنه يې سرپناه نه لري او هيله ده چې د هغو ښوونځيو لپاره هم ودانۍ جوړې کړي.

د بهسود ولسوالي قومي مشر او پرمختيايي شورا مسوول ملک نعمت پژواک اژانس ته وويل، خوشال دی چې په سيمه کې يې ښوونځي او کلينيک جوړېږي.

نوموړ ي يادونه وکړه: "په بهسود ولسوالۍ کې د زده کوونکو د شمېر زياتوالي له امله شته ښوونځي دوه او درې وخته شوي، دا کار د پوهنې کيفيت ته صدمه رسوي، موږ هيله لرو چې د دغو ښونځيو تر څنګ نور ښوونځي هم راته جوړ شي."

ملک نعمت هيله وښوده چې  اړوندې ادارې به د دغو پروژو چارې په ټاکلي نېټه پلي او بشپړې کړي څو د سيمو اړمنو خلکو ته يې ګټه ورسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه