کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): د پولي تخنيک پوهنتون په ختيځه سيمه کې د لويې جرګې د خېمې شتون د يادې سيمې درسي فضا پر پوځي هغې بدله کړې او ډېرى وخت يې له امله د پوهنتون درسونه ځنډېږي.
د ياد پوهنتون استادانو چې له پنځو زرو ډېر محصلين په کې زده کړې کوي، د همدغه وضعيت له امله د وري مياشتې له ٢٣مې نېټې راهيسې په کاري اعتصاب لاس پورې کړى او له امله يې د محصلينو درسونه ځنډول شوي دي.
استادان وايي، له ډېرو کلونو راپه دېخوا د پولي تخنيک ملکيتونه په بېلابېلو پلمو او د ډېرو ارګانونو له لوري غصب او له بنسټونو يې د يادو کسانو له لوري په غيرقانوني ډول ګټه اخيستل کېږي او دغه کار د دې لامل شوى چې له امله يې استادانو خپل درسونه ځنډولي او د محصلينو د درسي تقسيم هم ګډوډ شوى دى.
د پولي تخنيک پوهنتون يوه استاد نورمحمد همتا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنتون په ختيځه برخه کې د لويې جرګې د خېمې شتون له امله د ياد پوهنتون درسي فضا پر پوځي بدله شوې او ډېرى وخت يې له امله درسونه ځنډول کېږي.
هغه زياته کړه، کله چې د لويې جرګې په خېمه کې بېلابېلې غونډې ترسره کېږي نو دغه سيمه بيا نظامي کېږي او هر چېرې دولتي او غيردولتي ساتونکي او امنيتي ځواکونه ولاړ وي.
دغه استاد چې کور يې هم په همدې سيمه کې دى، وويل: "د شپې څلور بجې ماشومان ويده وي، ناڅاپه کور تلاشي کېږي، په دهليزونو کې وسله وال کسان درېږي، د ليليې د دروازې قفلونه ماتېږي، د ليليې محصلين په داسې حال کې چې په کابل کې هم څوک نه لري، په ښار کې بې برخليکه ګرځي چې دا ټول کارونه د پوهنتون د استادانو او محصلينو د ځورېدنې لامل کېږي."
استاد همتا زياته کړه چې د وري په مياشت کې د لويې جرګې په خېمه کې څلور ځلې سياسي غونډې ترسره شوې چې نور نه استادانو او نه هم محصلانو ته حوصله پاتې شوه، بالاخره اړ شول چې خپل درسونه وځنډوي.
دا په داسې حال کې ده چې د وزيرانو شورا د حمل مياشتې د ٢٦ مې نېټې په ناسته کې پر دې ټينګار شوى چې د ملي ورځو له غونډو پرته بايد د لويې جرګې په خېمه کې نورې غونډې ترسره نه شي.
محصلين تر ټولو ډېر له دغه وضعيت څخه ډېر اندېښمن دي او وايي چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې هېڅکله هم کوم سمسټر په بشپړه ټوګه پاى ته نه دى رسولى.
د پولي تخنيک پوهنتون د پنځم سمسټر محصل سهراب راهي وويل چې د محصلينو بې برخليک توب دا دى چې د لويې جرګې په خېمه کې د بېلابېلو غونډو د ترسره کېدو له امله د محصلينو درسونه ځنډول کېږي.
دغه محصل زياته کړه، کله چې سياسي غونډې په ياده سيمه کې ترسره کېږي نو استادانو ته سپکاوى کېږي او محصلين هم د امنيتي ځواکونو له لوري له ليليې ايستل کېږي چې په تېرو ١٣ کلونو کې ياد وضعيت همدا ډول دوام کړى دى.
راهي وويل چې د استاد درسي اعتصاب غوښتنې ته ځواب وويل شي؛ ځکه د دوى غوښتنه سل په سلو کې د محصلينو په ګټه ده.
د پولي تخنيک پوهنتون يوې بلې محصلې مرضيې جعفري وويل: "زموږ استادانو چې کوم اعتصاب کړى، پر ځاى دى او غوښتنو ته يې بايد مثبت ځواب وويل شي."
هغې زياته کړه، له هغه پرته به يې درسونه نور هم پاتې شي او دغه کار به د ياد پوهنتون پنځه زره محصلينو ته سخت زيان ورسوي.
يادې محصلې ګواښ وکړ: "که چېرې زموږ د استادانو غوښتنو ته ځواب ونه ويل شي، موږ به هم په اعتصاب لاس پورې کړو؛ ځکه محصلينو ته زيان اوښتل، يعنې د ملت برخليک ته د زيان اوښتو په معنا دى."
هغه زياته کړه چې په ١٣٨٨ کال کې سترې محکمې د پوهنتون يوه برخه د قضايي ستاژ لپاره په قرار داد واخيسته، قرارداد تر ١٣٩٠ کال پورې بشپړ شو، خو هغوى تر اوسه هم نه دي وتلي او موږ زياتو ودانيو ته اړتيا لرو.
کريمزاده وويل، که څه هم د وزيرانو شورا د تېرې اوونۍ په ناسته کې د پولي تخنيک پوهنتون د استادانو ټولې غوښتنې ومنل شوې، خو هېڅ عملي بڼه يې ونه مونده.
د پولي تخنيک پوهني علمي مرستيال زياته کړه چې د کابينې د تېرې چهارشنبې په غونډه کې هم د استادانو غوښتنې چې د يوه پرېکړه ليک په بڼه وړاندې شوې وې، تاييد شوې، خو نه پوهېږي چې اجرايي مرجع چېرته ده.
د هغه په خبره، د کورنيو چارو وزير د وزيرانو شورا او کابينې په غونډه کې تر پرېکړه ليک لاندې لاسليک کړى؛ خو تر اوسه يې عملي بڼه نه ده موندلې.
کريمزي وويل چې د روان کال د وري په ٢٢مه د يوه سياسي حزب د غونډې جوړولو لپاره، د پوهنتون يو شمېر منسوبينو او حتى د پوهنتون رييس ته سپکاوى شوى دى.
د پولي تخنيک علمي مرستيال زياته کړه: ((د دې ډول غونډو جوړول امکان لري چې د محصلينو په ځانګړي ډول د ليليې محصلينو تر منځ د وېشنې سبب شي، دا په هېڅ ډول هم زموږ لپاره د توجيح وړ نه ده.))
د ياد پوهنتون د استادانو له خوا په يوه خپاره شوي شپږ ماده ييز پرېکړه ليک کې راغلي دي: ((څنګه چې د لويې جرګې له نوم نه څرګندېږي او پخوانې هوکړه ليک ته په پام سره، يواځې د لويې جرګې غونډې تر هغو پورې چې په دارالامان کې د پارلمان د ودانۍ څنګ ته د لويې جرګې نوي سالون جوړېږي، دلته ترسره کېدلى شي، نورو غونډو ته په هېڅ توګه دلته د جوړېدو اجازه نشته.))
په پرېکړه ليک راغلي چې د پولي تخنيک سړک د کورنيو چارو وزارت د يوه ارګاني له خوا غصب شوې او د جمنازيوم شا ته خونې چې د قضايي کورس لپاره ترې کار اخيستل کېږي، بايد بېرته د استفادې وړ وګرځي او خونې ډېر ژر د درسي ټولګيو د نشتوالي په سبب تشې شي.
په پرېکړه ليک کې ټينګار شوى چې امنيتي چارواکي ګومارل شوي د لويې جرګې په خېمه کې د پوهنتون له منسوبينو سره د غير مسوولانه او سپک چلند څخه ډډه وکړي، که داسې ونه شي نو د استادانو د غوښتنو تر پوره کېدو پورې به درسونه وځنډوي.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک ته وويل چې په دې اړه يې له لوړو زده کړو وزارت سره خبرې روانې دي، امکاناتو ته په پام سره به د پوليتخنيک د استادانو غوښتنې ومنل شي.
صديقي زياته کړه: ((دا د دوو وزارتونو ترمنځ موضوع ده، همدا نن د دواړو وزارتونو د مرستيالانو په کچه خبرې وشوې، تر يوې کچې دې غوښتنو ته ځواب ورکړل شي.))
پژواک له پرله پسې هڅو وروسته هم ونه توانېد چې په دې اړه د سترې محکمې نظر واخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










