فيض اباد (پژواک، ٥ غويى ٩٤): د بدخشان په ښوونځيو کې د زورواکو لاسوهنه، د مسلکي غير مسلکيتوب او د ديني عالمانو له خوا د ساينسي مضامينو تدريس د ولايت د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ کړى چې له امله يې د ١٢ ټولګي فارغين پوهنتونونو ته نه کاميابېږي.
بدخشان يو غرنى ولايت دى چې د هېواد په شمال ختيځ کې موقعيت لري او د ٢٨ ولسواليو لرونکى دى.
سره له دې چې په تېره وروستۍ لسيزه کې د پوهنې په برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه شوي، خو زده کوونکي لا هم په دې برخه کې ستونزې لري.
په بدخشان کې څه باندې ٦٤٠ لومړني، منځني او لېسه ښوونځي شته چې په کې د ١٥٠ زره نجونو په ګډون څه باندې ٣٢٨ زره زده کوونکي زده کړې کوي او د تدريس چارې يې د شاوخوا لس زره ښوونکو له خوا چې درې زره يې ښځينه دي، پر مخ وړل کېږي، خو پنځوس سلنه ښوونکي يې غير مسلکي او ديني عالمان دي.
د بدخشان يو پخوانى ښوونکى او د مدني ټولنې د مجتمع مسوول سيف الدين سايس وويل: ((ډېر د اندېښنې ځاى دى چې موږ هر کال له اتو تر ١٢ زرو پورې ځوانان د بدخشان له ښوونځيو بې سواده فارغوو، خو په دولتي ادارو کې نه جذبېږي، لوړو زده کړو ته لار نه مومي، وزګار وي او حتا کوم کسب او کار يې هم نه وي زده، څو د ځان لپاره يو کار وکړي، نو اړ دي چې د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شي.))
دغه تجربه لرونکي ښوونکي وويل چې د ١٣٩٣ کال په کانکور کې له بدخشان څخه څه باندې ١١ زره زده کوونکو ګډون کړى و چې څه باندې ٨٨٠٠ يې بې پايلې شوي او څه کم درې زره يې کامياب شوي دي.
د ده په خبره، د کانکور اعلان شوې پايلې څرګندوي چې ٢١٥ زده کوونکو له ٢٧٠ لوړې او ٢١٨٥ نورو زده کوونکو د ٢٠٠ او ٢٧٠ او نورو تر ٢٠٠ ټيتې نومرې اخيستې چې بې نتيجه شوي دي.
سايس وويل چې د تېر کال په کانکور کې د جذب کچه د ټولو ٣٤ ولايتونو په پرتله په بدخشان کې ټيټه وه او هيله ده چې د بدخشان چارواکي دا ستونزه درک کړي او حل لاره ورته ولټوي.
د دوولسم ټولګي فارغان هم د ښوونکو د غير مسلکي والي خبره کوي.
د فيض اباد ښار د حليمه سعديه لېسې د ١٢ ټولګي فارغه ليدا چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې شوې، وويل: ((زموږ په لېسه کې ساينسي مضامين د غير مسلکي ښوونکو له خوا تدريسېږي چې موږ بېخي د هغوى په درس نه پوهېږو او دا کار د دې لامل شوى چې د کانکور ازموينه کې بې پايلې شوو.))
هغې زياته کړه چې دوولسم ټولګى يې په خورا لېوالتيا سره خلاص کړ، څو پوهنتون ته لار پيدا کړي، خو مسلکي ښوونکى يې نه درلود چې له امله يې دوى پوهنتون ته بريالۍ نه شوې.
د بدخشان په پوهنتون کې شاوخوا دوه زره محصلين چې څلوېښت سلنه يې نجونې دي، لوړې زده کړې کوي.
جلال الدين د فيض اباد ښار له کوکچې عالي لېسې لومړى درجه فارغ شوى او وايي چې په ښوونځي کې تل اول نومره و او سږ کال يې په کانکور کې ګډون کړى، خو دا چې په لېسه کې يې مسلکي ښوونکي نه لرل، څو له زده کوونکو سره په ساينسي مضامينو کې مرسته وکړي، نو ځکه خو بې پايلې پاتې شول او اوسمهال د راتلونکي کال لپاره چمتووالى نيسي.
د پوهنې ادارې چارواکي په ښوونځيو کې د تدريس بې کيفيتي مني او وايي چې دا کار بېلابېل لاملونه لري.
د بدخشان د پوهنې رييس سيد شمس الدين شمس وويل چې د بېلګې په ډول يو ښوونځى چې ١٢ ښوونکي لري، له اتو تر لسو پورې د ديني علومو له برخې فارغ دي چې ساينسي مضامين تدريسوي.
هغه زياته کړه چې په يو شمېر ښوونځيو کې د مديريت کمزوري، په ولسواليو کې تر ښوونځيو د لارو د لرې والي او د ځينو کورنيو د اقتصادي حالت د خرابوالي له امله زده کوونکي ښوونځيو ته نه حاضرېږي، دا د پوهنې د کيفيت ټيټ والي بله ستونزه بلل کېږي.
ده وويل چې په ډېرى ولسواليو لکه د راغ ها ولسواليو کې مولوي صاحبان او په ځينو ولسواليو کې د ادبياتو پوهنځي فارغين د مسلک خلاف ساينسي مضامين تدريسيوي چې دا خپله د پوهنې پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده.
شمس وويل: ((په تېرو دوو کلونو کې مو زياته هڅه کړې چې له مسلک سره سم ښوونکي په لېسو کې استخدام شي، په يوه ازاده سيالۍ کې مو تر ٩٠٠ پورې ښوونکي استخدام کړل او لرو پرتو ولسواليو ته واستول شول، خو پخواني ښوونکي چې د ولسواليو او حتا مرکز په ښوونځيو کې استخدام شوي، په هېڅ صورت هم حاضر نه دي چې يوه تحصيل کړي او مسلکي ښوونکي ته ځاى ورکړي.))
د پوهنې رييس د زورواکو د لاسوهنې په اړه وويل چې لاسوهنه په هره کچه شته، خو د مشرانو، مخورو، د ښوونځيو لپاره د زده کوونکو اولياوو د مشرانو شورا د پوهنې رياست ته ستونزې پيدا کړې، سمه ده چې له ولايت نه بهر لاسوهنې هم شته او اکثره وخت دوى ته ټيلېفون کوي، خو ځايي زورواکي د دوى د کارونو مخنيوى کوي.
شمس د دې ډول زورواکو نوم ياد نه کړ او ويې ويل: ((موږ په تېرو دوو کلونو کې هڅه کړې چې ښوونکي او د پوهنې امران او د لېسې مديران ارزيابي شي او هغوى چې د کار اهليت او لياقت نه لري، ويې باسي، خو له بده مرغه چې له حده زياتې لاسوهنې د دې لامل شوې چې موږ د هغوى په ارزونه کې پاتې راشو او که چېرې ارزيابي هم شي، بېرته پر خپل ځاى پاتې کېږي.))
ده وويل چې د بې کيفيته تدريس د مخنيوي لاره دا ده چې د دوى وړانديز شوي مسلکي ښوونکي وګومارل شي او ټول ځايي ولايتي چارواکي له دوى سره مرسته وکړي چې ښوونکي په خپله څانګه کې تدريس وکړي او د رشتې خلاف ښوونکو ځاى ونيسي.
شمس وويل: ((په روان کال کې مو پتېيلې چې د ساينس له مرکز او ايکويپ يا زموږ د ښوونيزې څارنې د مشورتي برخې له کارکوونکو جوړه تخنيکي ډله ولسواليو ته واستوو چې له والسوالانو، د ښوونځيو له شورا او د ولسواليو د پراختيايي شوراګانو له مشرانو سره غونډې وکړي او ستونزې ورسره شريکې کړي، څو د هغوى پر همکارۍ په ښوونځيو کې د مسلک خلاف ښوونکي لرې او پر ځاى يې نوي ښوونکي د ښوونځيو اړتيا ته په پام سره مقرر کړي.))
د بدخشان په ځينو ولسواليو کې د پوهنې د کيفيت لوړولو لپاره هېڅ ډول بدلون نه ليدل کېږي.
د کشم ولسوالۍ د جيم درې د هلکانو لېسې سر ښوونکي عطا الله وويل، هغه ښوونځي چې د جنګ په کلونو کې په دې لېسه کې استخدام شوي، تر اوسه پاتې دي، مسلکي نه دي او د ټولګي په دننه هم تدريس نه شي کولى، تر اوسه په دې لېسه کې هېڅ بدلون نه دى راغلى، نو څنګه به په ښوونځيو کې د تدريس کيفيت لوړ شي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال په لېسه کې د انګليسي، کيميا او فزيک د ښوونکو له کمښت سره مخ دي، داسې يو تحصيل کړى ښوونکى نه لري چې لږ تر لږه يې څوارلسم ټولګى (دوه کلن ديپلوم) اخيستى وي، لابراتوار نشته، د ښوونځي ستونزې د ښوونځي امر ته وړاندې کوي، خو هېڅ پاملرنه ورته نه کېږي، د پوهنې رييس ته خو هېڅ وخت نه رسېږي چې خپلې ستونزې ورسره مطرح کړي.
د پوهنې رياست د ښوونيزې څارنې د برخې کارکوونکي سيدمحمد شمشېري وويل: ((موږ د خپلو تېرو څو کلنو پلټنو په ترڅ کې موندلې چې پر مضمون حاکم او ناپوه ښوونکي چې د تدريس وړتيا نه لري، زده کوونکي نه شي پوهولى او زده کوونکي ورڅخه ستړي کېږي.))
هغه هم د دې ډول کسانو په ګومارنه کې زوراکي ښکېل بولي او زياتوي، کله چې د څارنې په موخه ښوونځي ته ځي، هغه ښوونځي چې په خپله څانګه کې حاکم وي، په ښوونځي کې تدريس نه کوي، پر ځاى يې غير مسلکي ښوونکي د څانګې خلاف زده کوونکو ته درس وايي.
شمشيري وويل چې اوسمهال څه باندې سل اضافه پستونه او اضافه زمره ښوونکي لري، په داسې حال کې چې هغوى په حقيقت کې اضافه بست نه دي او پوهنه ورته سخته اړتيا لري چې بايد زده کوونکو ته د خپلې رشتې سره سم تدريس وکړي.
د څارنې دغه کارکوونکي وويل، ليدل کېږي چې په يوه ښوونځي کې له ١٧ څخه تر ١٨ پورې د ديني علومو څانګې او له ١٢ څخه تر ١٣ پورې د دري ادبياتو څانګې ښوونکي شته چې د رياضي، فزيک، کيميا او بيولوژي په څېر مضامين نه شي تدريس کولى او دا اجازه هم نه ورکوي چې پر ځاى يې دې مسلکي ښوونکي وګومارل شي چې دا يوه ستره ستونزه ده.
هغه زياته کړه چې په تېرو درېيو کلونو کې د پوهنې رياست پرله پسې هڅې وکړې، خو ونه توانېدل چې د مسلک خلاف ښوونکي له ښوونځيو بدل او پر ځاى يې مسلکي افراد مقرر کړي، که چېرې دا ښوونکي بدل شي، نو د وزير په کچه واسطه کوي او فشار راوړي چې بايد بدل نه شي.
د دوولسم ټولګي زده کوونکي په داسې حال کې لوړو زده کړو ته د رسېدو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې د بدخشان د پوهنې ادارې يوه سرچينه وايي چې له دې ډلې له څه باندې ٦٠٠ ښوونځيو شاوخوا ٤٥ سلنه ودانۍ نه لري او ٦٠ سلنه زده کوونکي د ولايت په کچه تر شنه اسمان لاندې درس وايي.
خو هغه ټينګار وکړ چې د پوهنې رياست د موسساتو او تمويل کوونکو سرچينو په همکارۍ، په روان کال کې درې ښوونځي د هندوستان په مالي لګښت او لس نور د IRDF موسسې له خوا جوړوي چې کار به يې ډېر ژر پيل شي.
سرچينې زياته کړه، ټاکل شوې چې ٩٥ نور ښوونځي چې د تدارکاتو کار يې بشپړ شوى، پاتې ملحقات يې لکه د انګړ دېوال، تشناب او څښاک اوبه د معارف وزارت د بوديجي له لارې چمتو کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










