منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د حکومت له کمزوري مديريت سره د کمال خان بند چارې ټکنۍ شوې

· ۸ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

زرنج (پژواک، ٥ غويى ٩٤): د کمال خان بند د جوړولو چارې چې په نيمروز ولايت کې د هېواد د مهمو بنسټيزو پروژو له ډلې بلل کېږي، په جوړېدو سره به يې سل زره هکتاره ځمکه خړوبه او له ٨ ميګاواټه ډېره برېښنا توليد شي؛ په پڅه توګه پر مخ روانې دي او خلک يې يوځينى لامل د غورې حکومتولۍ نه شتون بولي.

دغه بند د هلمند پر سيند د چهاربرجک په ولسوالۍ کې جوړېږي. د دغه بند د جوړولو کار په ١٣٥٢ کې پيل شو چې چارې يې څلوېښت سلنه پر مخ يوړل شوې، خو د ١٣٥٧ کال د غويي مياشتې د ٧مې نېټې د کودتاه له امله يې چارې نيمګړې پاتې شوې دي.

د کمال خان بند، درې فاز (برخې) لري چې د نړيوال بانک د سل ميليونه ډالرو په لګښت سره جوړېږي.

لومړۍ برخه کې يې د٣٤٠٠ متره په اوږدوالي خاورين دېوال دى چې په مايل شکل له زېربنا څخه ١١ متره او پورتنۍ برخه يې پنځه متره پلنوالى لري.

د بند دغه برخه د هلمند سيند ختيځ لوري ته پرته ده چې کار يې درې کاله وړاندې د ١٠ ميليون ډالر په ارزښت د تدس په نوم د يوه تاجکستاني شرکت له لوري پيل او د تېر کال د منځنۍ برخې په موده کې بشپړ شو.

له هغه وروسته د يادې پروژې دويمه برخه چې د هلمند سيند لوېديځ لور ته پروته ده، ٤٧٠٠ متره اوږدوالى، ١٣ متره لوړوالى او ٦ متره پلنوالى لري، د پنځلس ميليون ډالرو په ارزښت پيل شو، خو د يادې برخې چارې د ناڅرګند دليل له امله ډېرې پڅې پر مخ روانې دي.

درېيمه برخه يې، د سيند په داخل کې د توربين لګول دي چې له ٧٠ ميليون ډالره ډېر لګښت پرې راځي.

د کمال خان بند د ګټې د سپارلو پر مهال به له سل زره هکټاره ډېره ځمکه خړوبه شي او دغه راز به ٨،٥ مېګاواټه برېښنا توليد کړي.

خو خلک شکايت کوي چې د دغه بند دويمه برخه بايد تېر کال بشپړه شوې واى او سږ کال يې د درېيمې برخې کار پيل شوى واى او دومره موده يې بايد نه واى نيولې، ځکه خلک کرنيزو اوبو او برېښنا ته سخته اړتيا لري.

د چهاربرجک ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي باران پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قرارداد له مخې، د کمال خان بند د دويم فاز چارې بايد د ١٣٩٣ کال د کب په مياشت کې بشپړې شوې وې، خو د پروژې د تاريخ له ختمېدو د درېيو مياشتو په تېرېدو سره تمه نه کېږي چې چارې يې ژر تر ژره بشپړې شي.

هغه زياته کړه چې د يادې پروژې د جوړېدو چارې په ټکنۍ توګه پر مخ روانې دي او ان د تېر کال په وروستيو کې له دوه تر درېيو مياشتو پورې کارونه ځنډېدلي وو.

ياد قومي مشر زياته کړه چې دغه راز د پروژې کار هم په اساسي ډول پر مخ نه وړل کېږي چې د حکومتولۍ کمزورتيا د دې بنسټيزې پروژې په کار کې د ځنډ لامل شوى.

د نيمروز د ولايتي شورا مشر محمدصديق چخانسوري هم د کار پر ټکني والي نيوکه وکړه او ويې ويل: "دولت د کمال خان بند د جوړېدو لپاره يو پرېکنده تصميم نه لري."

چخانسوري زياته کړه چې د پروژې کار ډېر په ټکني حالت سره پر مخ روان دى او يادې پروژې ته د خلکو تمه په نا هيلۍ بدله شوې او فکر نه کوي چې د کمال خان بند دې ورغول شي.

هغه زياته کړه چې که دولت دې پروژې ته پام ونه کړي نو مطلوبه پايله به ترلاسه نه شي، د نيمروز خلک له دولت څخه غواړي چې په دې برخه کې اړين ګامونه پورته کړي، ځکه دغه پروژه نه يواځې د نيمروز د خلکو، بلکې يوه ملي او په ټولو خلکو پورې اړونده پروژه ده.

د نيمروز ډېرى خلک په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او د کمال خان  بند يوه داسې پروژه ده چې د کرنيزو اوبو له برخې د ٨٠ زرو بزګرو ستونزې حلولى شي.

د چهاربرجک ولسوالۍ يوه بزګر شاه محمد وويل چې د نړيوالې ټولنې د ميليونونو ډالرو له مرستې سره-سره دولت په دې نه دى بريالى شوى چې تر اوسه د کمال خان د بند چارې بشپړې کړي.

 

هغه زياته کړه، د دوى ځمکې د اوبو د کموالي له امله وچيږي او کله کله بيا د تېلو په لګولو سره د اوبو د پمپونو په وسيله له ځمکتلو راباسي او خپلې ځمکې پرې خړوبوي.

 

دغه بزګر زياته کړه: "موږ د کمال خان بند جوړېدو ته بې صبرانه منتظر يو، څو بزګران له يادې ستونزې ووځي."

 

يوه بل بزګر تورګل وويل چې نيمروز څلور لسيزې وړاندې د حبوباتو او غنمو د کښت له پلوه ډېر شهرت درلود او د افغانستان ګودام په نوم يادېده، خو اوسمهال بزګران د اوبو د نشتون له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 

هغه زياته کړه چې د نيمروز د يو شمېر سيمو اوبه تروشې دي او ان کله کله حيوانات هم د اوبو د کمښت له امله تلف کېږي او مالداران اړ کېږي، څو خپل څاروي په ارزانه بيه وپلوري.

 

د کمال خان بند په جوړېدو سره د خاشرود، چخانسور او د نيمروز مرکز زرنج د کرنيزو اوبو ستونزه هم هوارېږي.

نيمروز د هېواد له ريګستاني ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې د ډېرى څاه ګانو اوبه يې تروشې دي. د هلمند سيند د اوبو کچه هم ټيټه شوې او له ايران څخه دغه ښار ته د اوبو تېرولو نل د زرنج ښار اوسېدونکو لپاره بسنه نه کوي.

زرنج اټکليز نفوس ٣٠٠ زره تنه دى چې ٩٠ سلنه يې روغتيايي اوبو ته لاسرسى نه لري او ځينې له سرلوڅو څاګانو او تروو اوبو څخه کار اخلي چې د ناروغيو سبب کېږي او ځينې نور بيا په ټانکرونو کې راوړل شوې اوبه د پيسو په بدل کې پېري.

د نيمروز د اوبو د تنظيم يوه چارواکي د نوم له اخيستو پرته وويل چې د کمال خان بند کار هغسې چې لازمه وه، مخته نه ځي.

د ده په خبره، د قراردادي شرکت انجنيران د دويم فاز په اړه چې د (اسيا بنا) په نوم کورني شرکت اړوند کېږي، کمه مسلکي پوهه لري او کارونه يې د لومړي فاز پروژې د انجنيرانو په پرتله چې د (تدس) په نامه تاجکستاني شرکت له خوا يې قرارداد شوى و، ډېر کمزوري دي.

خو د نيمروز د اوبو د تنظيم مشر محمد نبي محب وويل چې دوى د ١٣٩٣ لمريز کال په وروستيو کې له مالي ستونزو سره مخ شول، ځکه چې ماليې وزارت  پيسې نه ورکولې.

هغه وويل چې د کمال خان بند د دويم فاز کار اتيا سلنه بشپړ شوى او قراردادي شرکت ته ٦٥ سلنه پيسې ورکړل شوې دي.

محب زياته کړه چې د دويمې برخې کار د روان کال له وري مياشتې ګړندى شوى او هيله ده چې تر دوو يا درېيو راتلونکو مياشتو پورې به بشپړ شي.

د نيمروز د اوبو د تنظيم رييس وويل چې د پروژې د قردارد وخت دوه کاله دى چې د ١٣٩١ لمريز کال د کب مياشتې نه پيل او د ١٣٩٣ لمريز کال په کب مياشت کې پاى ته رسېده، خو د مالي ستونزو په سبب يې کار ټکنى شو او قرارداد له څلورو تر شپږو مياشتو پورې وغځول شو.

نوموړي په دې اړه چې د درېيم فاز کار به څه وخت پيل او په ټوله کې به کمال خان بند څه وخت ګټې اخيستنې ته وسپارل شي؟ وويل چې دا د کار په چټکۍ او پيسو پورې اړه لري چې د دولت له خوا قراردادي شرکت ته ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د ماليې وزير اکليل حکيمي چې د شنبې په ورځ (د غويي ٥مه) ولسي جرګې ته غوښتل شوى و، وويل: ((له شک پرته چې کمال خان بند د ملي پروژو څخه شمېرل کېږي او د حکومت هڅه داده چې ددې پروژې کار ډېر ژر بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.))

په تېرو کلونو کې داسې راپورونه هم وو چې وسله والو کسان د ايران په اشاره او د بريدونو په تر سره کولو سره د دې پروژې د کار مخه نيسي، خو له قرارداد او د کار له پيل وروسته په سيمه کې امنيت خوندي شوى او پروژه له کوم امنيتي ګواښ سره نه مخ کېږي.

د نيمروز د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې دې ولسوالۍ ته د هيرمند سيند له اوبو رسېدلو وړاندې، ايران د سيند اوبو د کيندلو کانالونو له لارې خپلې هېواد ته لېږدوي.

د کنګ ولسوالۍ يوه سپين ږيري حاجي نبي جان وويل چې د لشکري کانال له خورې تر سرشيله سيمې پروې اووه کانالونه جوړ شوي او ٧٣ واټر پمپونه پرې لګول شوي دي چې په وسيله يې خپل هېواد ته اوبه لېږدوي او د کنګ خلکو ته نه رسېږي.

نوموړي د اوبو کمښت عمده ستونزه وبلله او زياته يې کړه چې د کنګ ځمکنۍ اوبه تروې دي او استفاده ورنه نه کېږي، ځينې خلک له معدني اوبو کار اخلي، خو اکثره يې خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د ايران له پولې د خرو په وسيله د څښاک اوبه خپلو کورونو ته راوړي.))

د حاجي نبي په خبره، ډېر کم هغه خلک چې کورونه يې د هيرمند سيند ته نږدې دي، د سيند له اوبو نه کار اخلي، خو سيند په کال کې اووه مياشتې اوبه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې او مالدارۍ نوي وزير اسدالله ضمير چې اوس اوس يې له ولسي جرګې څخه د باور رايه اخيستې، وويل چې د اوبو اړين مديريت، د خړوب لپاره د اوبو چمتو کول، د اوبو د ضايعاتو لپاره د بندونوجوړول، د کرنيزو توليداتو د کچې لوړول، د ساتونکو زېرمو جوړول او کورنيو توليداتو ته د بازار موندنه به يې له کاري لومړيتوبونو څخه وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه