منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسوال بدرالدين: وسله وال مې د نوم په اورېدو سيمې پرېږدي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٢ غويى ٩٤): د پکتيکا د بکخېلو ولسوال چې له وسله والو  طالبانو سره په جګړو کې يې څلور وروڼه له لاسه ورکړي وايي چې د وينې تر وروستۍ څاڅکې به له خپلې خاورې او ولسه دفاع کوي.

بدرالدين حيدري چې ٢٨ کاله عمر لري، مخکې يې په خيرکوټ ولسوالۍ کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله، بيا د خوشامند ولسوالۍ ولسوال شو، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې د دغه ولايت د غير رسمي ولسوالۍ بکخېلو د ولسوال په توګه دنده ترسره کوي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې له تېرو ١٣ کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره مقابله کوي او تر ١٠٠ له ډېرو نښتو او  کمينونو سره مخ شوى دى.

بدرالدين وايي: ((اوس مهال د بکخېلو ولسوال يم او د امنيتي ځواکونو تر څنګ خپله د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږم، څو ورځې وړاندې د يوې نښتې پر مهال د ملا په برخه کې ژوبل هم شوم.))

نوموړي ادعا وکړه چې د تېرو څو کلونو پر مهال يې پر خپل لاس نږدې سل وسله وال طالبان وژلي او جسدونه يې ولسوالۍ او يا هم امنيې قوماندانۍ ته سپارلي دي.

د بدرالدين په خبره چې تر اوسه يې په جګړو کې ۴۰ موټرسايکلونه، د۶۰ په شاوخوا کې سپکې او درنې وسلې او ګڼ موټر  يې ترلاسه کړي دي.

نوموړی وايي چې د بکخېلو ولسوالۍ د ټولو امنيتي او ملکي مامورينو او سرتېرو شمېر ۱۸ تنه دى چې په همدغو کسانو يې د بکخېل، جاني خېل او يحيى خېلو ولسواليو په اړوندو سيمو کې له وسله والو طالبانو سره جګړې کړې دي.

حيدري زياتوي: ((هرې جګړې ته په  هېوادنۍ مينه، د ولس، کلي او کور د ساتلو په نيت ځم او په ډېرو جګړو کې مې برياليتوب هم ترلاسه کړى دى.))

د هغه په وينا، کله چې په کومه سيمه کې وسله وال طالبان  د ده له  ورتګ څخه خبر شي، نو هغوى سيمه پرېږدي او تښتي.

حيدري وايي: ((زه په ونه دنګ يم، طالبانو راباندې د لکړې نوم اېښى، زه چې جګړې ته ورشم، نو هغوى وايي چې لکړه په خپله راغلى او وتښتي.))

د بکخېلو ولسوال وويل چې تر اوسه پورې په نښتو او ماين چاودنو کې يې څلور وروڼه له لاسه ورکړي دي، د هغوى مېرمنې او اولادونه هم ده ته پاتې دي او دى يې پالنه کوي.

ده زياته کړه چې د دومره لوى کور ساتل ګران کار او اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دى.

حيدري وايي: ((زما لوی ارمان دا دی چې کاش ګاونډيو هېوادونو له موږ سره خپل وروڼه په نښتو کې نه ښکېلولی، ځکه په هره نښته کې له دواړو لورو د دغه وطن بچيان مري او ګاونډيان مو د يو بل له وژلو خوند اخلی.))

د هغه په وينا، د غويي مياشتې په دريمه نېټه وسله والو طالبانو غوښتل چې پر ولسوالۍ بريد وکړي او ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو د هغوى تر بريد مخکې ده پرې بريد  وکړ.

ولسوال وايي: ((له وسله والو سره مو څلور ساعته جګړه وکړه، هغوى شپږ مړي د جګړې په ډګر کې پرېښودل او وتښتېدل.))

د نوموړي په خبره چې په دې نښته کې دى او د ولسوالۍ امنيه قوماندان هم ټپيان شول، خو د دواړو روغتيايي حالت اوس ښه دى.

هغه وايي: ((د ژوند تر  ورستۍ سلګۍ پورې به د خپلې خاورې د ساتنې لپاره وجنګېږم.))

د نوموړي په وينا، د دندو پر مهال د خپلو وروڼو تر څنګ يې ١٦ سرتېري هم وژل شوي خو دى د مور د دعاګانو او د خپل جنګي تاکتيک درلودو له امله تر اوسه ژوندى دى.

بدرالدين حيدري وايي چې د هرې نښتې او کمين لپاره ورسره ځانګړى پروګرام او تاکتيک وي او همدا يې د برياليتوب راز دى.

نوموړي وويل چې اوس يې په کورنۍ کې  ۱۸ کسان ژوندکوي چې په دې کې  ۱۰  ښځينه دي.

ده زياته کړه: ((ما او زما کورنۍ ته د وسله والو طالبانو له لوري سخت او جدي خطر متوجې دی، او هغوی غواړي چې ما او يا هم زموږ دکورنۍ هر کس چې په لاس ورشي له منځه يې يوسي، خو د خپل ژوند تر پايه باوري يم چې ساتنه يې کوم.))

هغه د پکتيکا د امنيت له امر نثاراحمد څخه مننه وکړه چې له دوی سره د ژوند په هر ډګر کې مرسته کوي او د دې تر څنګ د سيمې خلک ورسره په خوا کې ولاړ دې او له دوى سره په هره برخه کې همکاري کوي.

دى وايي چې له دولت څخه د خپلو او لادونو، يتيمانو، او ځان ساتنې لپاره څه نه غواړم او نه هم چا ته په دې برخه کې سوال کوي، خو مرکزي دولت دې يواځې د ولسوالۍ تشکيل زيات، سپکې او درنې وسلې او زغروال موټر دې په واک کې ورکړي.

دى وايي: (( زه غواړم چې د هېواد په هر کونج کې د خپل هېواد د ساتنې لپاره وجنګېږم.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه