کابل (پژواک، ١٤غويى ٩٤): په قطر کې د سولې په اړه دوه ورځني کنفرانس کې طالبانو د ښځو په اړه خپل دريځ روښانه کړى او د غونډې ګډونوالو ته يې اطمينان ورکړى چې په سياست کې د ښځو د حضور مخالف نه دي.
دغه کنفرانس د پګواش په نوم يوې کاناډايي څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې د شنبې په ورځ ( د غويي په ١٢مه) په قطر کې پيل شوى و چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ د افغانستان ٢٠ کسيز پلاوي هم ګډون کړى و.
په دغه افغان پلاوي کې د سولې عالي شورا غړي، د پارلمان وکيلان، د سياسي ګوندونو استازي او د مدني ټولنو فعالانو برخه اخيستې وه. دغه راز د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو پلاوي هم په دغه کنفرانس کې ګډون کړى و.
د يادې غونډې د افغان پلاوي يوې ښځينه ګډونوالې او د سمون د خوځښت غړې ملالۍ شينوارې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د طالبانو يوه استازي عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې دوه ځلې په واضح الفاظو د ښځو پر حقونو ټينګار وکړ.
شينوارې وايي چې طالبانو په خپله لومړۍ وينا کې د ښځو په اړه خبرې وکړې او بيا ما( ملالۍ) د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې او ددې د خبرو وروسته عباس ستانکزي او نورو طالبانو هم د دويم ځل خبرې وکړې.
دا وايې وروسته د کنفرانس په څنډه کې طالبانو له درېيو ښځو سره جلا په ناسته کې خبرې وکړې او دوى ته يې د ښځو د حقونو په اړه ډاډ ورکړى دى. په دې ښځو کې د ملالۍ شينوارې سره دوو نورو هغو ښځينه مدافعې وکيلانو هرې يوې لينا او وژمې هم ګډون درلود چې د طالبانو کيسونه پرمخ بيايي .
د ملالۍ شينوارې په وينا، طالب چارواکي عباس ستانکزي ورته وويل چې دوى له هغو حقونو سترګې نه شي پټولى کوم چې اسلام ښځو ته ورکړي دي لکه په خپله خوښه د ژوند ملګري انتخاب ، تعليم او د کار حق او دوى به په سياست کې د ښځو د حضور مخالفت نه کوي .
د شينوارې په خبره چې په دې غونډه کې طالب مشرانو د افغان حکومت له خوا ښځو ته په ورکړل شو حقونو نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه حکومت له شکريه بارکزۍ سره څه وکړل يوځل يې د تقرر امرورکړ او بيا بېرته لرې کړه ، دغه راز يې د فرخندې قتل څو ځله ياد او زياته يې کړه، په کابل کې ښځې وايي چې ١٣کلنې لاسته راوړنې دې وساتل شي، کومې لاسته راوړنې داچې يوه ښځه بيچاره د ښار په منځ کې ( فرخنده ) يوې ډلې اوباشانو ووژله ؟
ملالۍ شينوارې وايي، طالبانو ومنله چې د واکمنۍ پرمهال له دوى يو لړ تېروتنې شوې دي لکه د ښځو د تعلم مخنيوى چې دا د هغه وخت مجبوريت وو، ځکه ددوى له نظره د ښځو د خوندي ساتلو لپاره دوى اړ وو او له بل پلوه دوى هغه مهال اقتصادي امکانات نه لرل .
ددې په وينا چې عباس ستانکزي ورته وويل چې ښځه هر کار کولى شي ډاکټره کېداى شي او انجنيره کېداى شي.
ملالۍ شينوارې وويل : (( د غونډې په لومړۍ ورځ يوطالب د لمانځه لپاره مخ ته شو ما هم اودس درلود او ورپسې ودرېدم .))
هغې زياته کړه (( ما دغه طالب ته وويل چې زه ستاسو له ډاره لمونځ نه کوم، بلکې د خپل ځان لپاره عبادت کوم .))
دا زياتوي، طالبانو ته مې وويل چې زموږ په کلي داسې ښځه شته چې يو زوى يې په طالبانو کې و او ووژل شو، بل يې په پوليسو کې و او ووژل شو ، خو ددې مور لپاره د هغې د زامنو باورونه هيڅ مهم نه دي ، بلکې هغې ته يواځې د هغې زامن مهم وو.
شينوارې وويل چې له دې خبرو وروسته د چاى څښلو پرمهال د جان محمدمدني په نامه يو طالب راغى او ماته يې وويل چې خورې ستا په خبرو ماته ژړا راغله .
نوموړې وايي ما مخکې له هغه چې قطر ته راشم بل تصور درلود. دا زياتوي چې د حزب اسلامي غړى غيرت بهير او ډير نور جهاديان هم راغلي و ، خو طالبان بيخي لکه د نورو په شان حتى له هغوى هم نرم وو.
د شينوارې په وينا ، عباس ستانکزي ورته وويل چې نور له جګړې ستړى دى او غواړي زوى او لور يې په ازاده فضا کې زده کړې او ژوند وکړي.
شينوارې زياته کړه چې دې طالب مشرانو ته وويل : (( تاسو ماته بورقه راپه سر کړې وه او هغه وخت ما دنيا له ډيرو وړو وړو سوريو ليدله چې دا ډيره راته سخته وه . دغه راز مې ورته وويل چې زه له تاسو ډارېدلم چې تاسو به له ماسره خبرې وکړئ او که نه ، خو هغوى وخندل او راته يې وويل چې اوس دې نظر بدل شو او که نه ؟))
ددې په خبره ، طالب مشرانو ته مې په خبرو کې وويل چې ښځې د افغانستان په جګړه کې يواځې جګړه زغمي، جګړه نه کوي نو ځکه د سولې مستحقې دي.
د شينوارې په وينا، چې د طالبانو ادعا دا وه چې دولت د سولې راوستلو ته ژمن نه دى او طالبانو ددغو خبرو پر دوام ټينګار کاوه، ښايي يوه مياشت وروسته دا ناسته بيا تکرار شي ترڅو د هغوى د اعتماد فضا رامنځته شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










