هرات، فيروزکوه (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د هرات د اقتصاد رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې به د روان کال په ترڅ کې د ٥٩ ودانيزو پروژو د پلي کولو لپاره تر سل ميليونه ډېر ډالر ولګوي.
د دغه رياست د سرپرست عبدالناصر اسودي په وينا، په دغو پروژو کې به د ښار دننه او ښاري حلقوي واټونو اسفالت، له مرکز سره د ولسواليو نښلول، په ولسواليو کې د برېښنا د نښلولو سيستم، هوايي ډګر او نور يو شمېر پروګرامونه شامل دي.
اسودي وويل چې د يادو پروژو د پلي کولو بوديجه د حکومت له لوري تصويب شوې او ټاکل شوې چې د دغه ولايت ١٨ سيمه ييزې ادارې په دغو پروژو باندې په ګډه سره کار وکړي.
سرچينې د خبرو په دوام کې وويل: "د ملي پراختيايي بوديجې پر بنسټ، هرات ولايت کې ٥٩ پروژې تثبيت، يعنې د دغه ولايت له پراختيايي بوديجې څخه د دغو پروژو لپاره له ١٠٠ ميليونه څخه زيات ډالر په پام کې نيول شوي دي."
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې ٢٢ نورې پروژې هم د ايټاليا هېواد په مرستو په دغه ولايت کې ترسره شي.
ورته مهال د هرات يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ودانيزو پروژو د ترسره کولو لپاره د ١٠٠ ميليونه ډالرو بوديجې له ځانګړي کولو هرکلى کړى او د دغه ولايت له چارواکو يې غوښتي چې د پروژو د پلي کولو پر مهال د خلکو ستونزې په پام کې ونيسي او مهمو پروژو ته لومړيتوب ورکړي.
د هرات ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي غلام سخي وويل، هغه پروژې چې له دې وړاندې د دغه ولايت د ادارو له لوري پلې شوې، نه يواځې دا چې ګټورې نه دي، بلکې په ځينو مواردو کې لګښتونه بې ځايه شوي دي.
هغه زياته کړه: "که چېرې دغه پيسې هم په دا ډول پروژو ولګول شي، له شک پرته دغه مرستې به هم بې ځايه ولګول شي."
د هرات ښار د پايان اب يوه اوسېدونکي عتيق الله پژواک ته وويل: "دغه سيمه د هرات له لرې پرتو او غريبو سيمو څخه ده چې تر اوسه پورې ډېر کم پام ورته شوى دى."
نوموړي د هرات له سيمه ييزو چارواکو وغوښتل، څو دغه پروژې تر ډېره په دې ډول سيمو کې پلې کړي، ځکه د يادو سيمو خلک د ژوند له ټولو نعمتونو بې برخې دي او اسانتياوو ته ډېر کم لاسرسى لري.
هغه د پخو واټونو نه شتون، د ښاري ماسټر پلان نه پلي کول، د کاناليزاسيون نه شتون، د پارکونو او شنو سيمو نه شتون له هغو مواردو وبلل چې د دې سيمې اوسېدونکي ترې محروم دي.
ورته مهال د هرات د ولايتي شورا چارواکي، په تېرو کلونو کې د پروژو پر پلي کولو باندې د نيوکې ترڅنګ وايي چې د روان کال په ترڅ کې به ټولې پروژې د دوى تر څار لاندې ترسره شي.
د هرات د ولايتي شورا پر ستراتيژيکو پلانونو باندې د څار کمېټې غړي مهدي حديد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پروژو په ترسره کولو کې له ډېر وخت راهيسې ناوړه ګټه اخيستل کېږي.
هغه پژواک ته وويل: "د پروژو د ډېرو قراردادونو په مواردو کې روڼتيا شتون نه لري، دغه راز د پروژو د بشپړولو د مودې په برخه کې هم ډېرى شرکتونه پر قرارداد عمل نه کوي."
حديد زياته کړه، د هرات ولايت شورا هوډ لري چې په دغه ولايت کې د باکيفيته پروژو د پلې کولو په برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړي.
دغه راز د دغه ولايت د چارو يو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې د دې ډول زياتو لګښتونو په کولو سره بايد کره پلان ترتيب شي.
دغه راز په غور ولايت کې د پيوستون پروګرام د ولايتي ادارې د واحد ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د کليو او پراختيا وزارت د ١٥ ميليون افغانيو په لګښت جوړيږي.
د غور د کليو او پراختيا رييس انجنير تاج محمد زلال پژواک ته وويل چې د يادې درې پوړيزې ودانۍ کار به چې ١٢ اداري خونې لري او د يو نيم جريب ځمکې په مساحت کې جوړيږي، د راتلونکو ٩ مياشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخيستو ته وړاندې شي.
غور ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام مسوول ګلزمان نايب وويل چې هغوى د دغه کار له پيل راهيسې په کرايي دفتر کې کار کاوه او هره مياشت ٣٥ زره افغانۍ کرايه ورکوي، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به نه يواځې د کرايې له ورکړې خلاص شي، بلکې د دغې ادارې د کارکوونکو لپاره د غوره کاري فضا زمينه برابره شي.
د غور ولايت سرپرست مرستيال محمدامين توخي هم وويل چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره د ملي پيوستون پروګرام د سيمه ييز دفتر ادارې ستونزې حل او په کليو او بانډو کې به د سيمه ييز حاکميت د ټينګښت او د پروژو د غوره کيفيت د پرمختګ لامل وګرځي.
د يادولو ده چې د ملي پيوستون پروګرام له رامنځته کېدو راهيسې د غور ولايت په کچه د ٩٥٠ ميليون افغانيو په لګښت له ٣٧٠٠ ډېرې ټولګټې پروژې پلې کړې دي، چې د کليو او بانډو خلکو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري او له ٣٠٠ زره څخه ډېرې کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










