کندوز( پژواک،١١ زمرى ٩٤): د کندوز د پوهنې مسوولين وايي چې روان کال د ناامنيو او جګړو له امله ، څه باندې ٥٠ ښوونځي تړل شوي وو چې بېرته پرانيستل شوي دي.
د هغوى په وينا، دا ښوونځي په چهاردرې ، علي اباد، دشت ارچي او ګورتپه ولسواليو او د کندوز مرکز اړوند يو شمېر نورو سيمو کې تړل شوي وو.
د کندوز د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالکريم وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ښوونځي د امنيتي اندېښنو، جګړو او وسله والو مخالفينو د فعاليتونو له امله تړل شوي وو او زرګونه زده کوونکي له درسي بهير څخه بې برخې شوي وو.
هغه زياته کړه چې دا ښوونځي په تېرو دوو مياشتو کې د لنډ مهال لپاره تړل شوي وو چې د سيمې د مشرانو او مخورو په همکارۍ او منځګړيتوب بېرته خلاص شوي او زده کوونکو په څلورنيم مياشتنۍ ازموينو کې ګډون کړى دى.
وحدت، د بېلګې په توګه د علي اباد ولسوالۍ د شت کندهاري او لرخابي ښوونځيو ته په اشارې سره وويل،کوم زده کوونکي چې په دې ښوونځيو کې له لوست څخه محروم شوي ،د ګاونډيو کليو ښوونځيو ته تللي او له ازموينو ورکولو څخه وروسته د ښوونځيو له بيا پرانيستلو سره سم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
د يادونې ده، چې د سړو سيمو د ښوونځيو زده کوونکي د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو له ورکولو او د دوبي له رخصتيو څخه وروسته نن(١١ زمري) بېرته ښوونځيو ته حاضر شول.
د کندوز د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وايي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې تړل شوي ښوونځي هم د قومي مخورو او مشرانو په منځګړيتوب بېرته پرانيستل شول.
هغه د پوهنې پر بهير د جګړو اغېز زيان اړونکى بولي او له ټولو ښکېلو اړخونو څخه يې وغوښتل څو معارف خپله موخه و نه ګرځوي.
وحدت وويل: " جګړه تباهي، ويجاړي او اقتصادي بې وزلي راولي او ټولنيزې اړيکې زيانمنې کوي."
د روان کال په جګړو او چاڼيزو عملياتوکې په دشت ارچي، امام صاحب او چهاردرې ولسواليو او د مرکز اړوند په ګورتپې سيمه کې دواړو لورو ته د درنو تلفاتو اوښتو تر څنګ، ١٨زره کورنۍ چې شمېر يې څه باندې سل زرو ته رسېده بې ځايه شوې چې په دې کار سره هم د پوهنې بهير ګډوډ شو.
د چهاردرې ولسوالۍ د نجونو ښوونځي زده کوونکې معصومې وويل،کله چې جګړې زور واخيست کورنۍ يې د کندوز مرکز ته کډه شوه او هغه ښوونځي ته له تګ څخه پاتې شوه.
نوموړې زياته کړه چې دوه مياشتې له ښوونځي څخه محروم وه او د ازموينو پر مهال يې هڅه وکړه څو ازموينې تر سره کړي.
دې نجلې زياته کړه چې ددې په څېر سلګونه نجونې او هلکان چې ددې ولسوالۍ په ناامنو سيمو کې اوسېدل د ښوونې او روزنې له پروسې څخه بې برخې شوي دي.
چهاردره له ناامنو ولسواليو څخه ده چې تېره مياشت دطالبانو لاس ته ورغله ، خو څو ورځې وروسته بېرته دولت ونيوله.
په دشت ارچي ولسوالۍ کې د عثمان بن عفان ښوونځي زده کوونکي عبدالرشيد وويل،سره له دې چې د جګړو له امله لږ شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ وتړل شول ؛ خو زده کوونکو د شوق او ليوالتيا له مخې اجازه ورنه کړه چې د هغوى درسي بهير وځنډېږي.
هغه زياته کړه، ددې ترڅنګ چې دشت ارچي د طالبانو په لاس کې ده ، هغوى خپلو پوهنيزو او روزنيزو چارو ته په عادي ډول ادامه ورکوي دا ولسوالۍ هم تېره مياشت د دولت له لاسه ووته.
دې زده کوونکي وويل:" چې دولت او طالبان بايد پرې نږدي څو جګړه د پوهنې پر جريان ناوړه اغېز وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې په کندوز ولايت کې څه باندې ٣٣٠ زره نجونې او هلکان په ٤٩٠ ښوونځيو کې د څه باندې ٨ زره ښوونکو له لوري خپلې زده کړې پر مخ وړي.
د پوهنې مسوولين وايي چې هغوى د هر کال په پيل کې د زده کوونکو د جذبولو لپاره د عامه پوهاوي بهير په لار اچوي او هرکال زرګونه نوي زده کوونکي د معارف په چوکاټ کې شاملېږي.
هغوى ادعا کوي چې په کندوز کې هېڅ ښوونځى نه دى تړلى ، خو ځينې خلک وايي چې جګړيزو شرايطو او د زرګونو کورنيو بې ځايه کېدل دا ښيي چې يو شمېر ښوونځي لا هم تړلي دي او نور شمېر يې په نمايشي ډول فعاليت کوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










