باميان (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): په باميانو کې د شخړو حل کمېټې مسوولين په دغه ولايت کې د لسګونو قضيو د هوارولو چې ډېرې يې سياسي، ګوندي، ملکيتي، کورنۍ، ټولنيزې او حقوقي دي او د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې دي، خبر ورکوي.
د ولايتي شورا په چوکاټ د شخړو هوارولو، د سولې عالي شورا او مدني بنسټونو په اډانه کې د شخړو حل کمېټې رامنځته شوې دي او په باميان کې د مېشتو قومونو تر منځ فعاليت کوي.
د خلکو د پوهاوي کچې لوړېدل او د شخړو په هوارولو کې د هغوى ګډون، هغه اصلي لاملونه دي چې دولتي او د مدني ټولنو مسوولين يې د شخړو په کموالي کې يادونه کوي.
سيمه ييز چارواکي وايي چې د قومونو او ډلو تر منځ زياتې شخړې او اختلافونه د خلکو شوراګانو له لارې د کليو او ولسواليو په کچه لرې شوې دي.
د باميان مرکز فاطمستي شخړه، د ورث ولسوالۍ د سرخ جوى او په شيبر ولسوالۍ کې دوه سختې قضيې وې، چې د سولې عالي شورا په همکاري حل شوې او دا مهال خلک له يو بل سره د سولې په چاپېريال کې ژوند کوي.
يادو اختلافاتو له ډېرې مودې راهيسې د بېلابېلو لاملونو له کبله دوام درلود په تېرو کلنو کې د دوو قومونو او يا دوو ډلو تر منځ د اختلافونو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فاطمستي شخړې د پيل څرنګوالى:
دا پېښه په لومړي سر کې د کورنۍ شخړې په بڼه رامنځ ته کېږي: "عبدالخالق ذليق، غلام سرور پيکار، کبير توپان، نيک محمد، درمحمد او حاجي خليل د فاطمستي کلي اوسېدونکي دي چې خپلو کې کورنۍ نږدې اړيکې لري."
د دوى تر منځ د نظر اختلاف په ١٣٦٠ کال کې د دې لامل شو چې هغوى په پيل کې له يو بله سره جنجال او دعوا وکړي او په سيمه کې د سياسي ګوندونو او ډلو سره د دغو کسانو تړاو لامل شو چې د ګوندونو لاسوهنې ته لار پرانيزي او دا شخړه له کورنۍ څخه د کلي په کچه خپره شوه.
د ١٣٦٠ کال په لومړيو کې دا شخړه رامنځ ته شوه او ښکېل لوري په نښته کې ګير شول، له دواړو لورو څخه نږدي ١٠ کسان ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول، دې شخړې څو کلونه دوام وکړ او په دې موده کې د فاطمستي کلي کابو ٧٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
په دغه کلي کې د افغانستان د اسلامي وحدت او اسلامي حرکت ګوندونو پلويانو شتون درلود او نږدې د دغه کلي ښکېلې ډلې له يادو ګوندو سره تړلې وې.
د کليو اوسېدونکي چې له يو بل سره يې خپلوي درلوده، د ګوندنو د تګلارې له مخې له دغو ګوندنو سره تړاو نه درلود، بلکې د شخصي تربګنيو له کبله د بېلابېلو ګوندنو تر څنګ ولاړ وو.
په دې سيمه کې د طالبانو له رژيم وروسته د ښکېلو غاړو تر منځ دعوا او جګړه را منځ ته شوه چې د سيمې ييزې ادارې او خلکو له لوري پخلا شول.
په باميانو کې د سولې کمېټې مشر محمد صادق علي يار وايي چې د فاطمستي پېښه په دغه ولايت کې يوه توده قضيه وه چې دا مهال پاى ته رسېدلې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې کمېټې د سيمې مشرانو په همکارۍ د شخړو پايلو ته په کتو سره عملي اقدام وکړ او د سيمې نږدې ٦٠٠ مشرانو، ولايتي چارواکو، مدني فعالانو او ښکېلو غاړو په ګډون، د باميان په جامع جومات کې د يوې غونډې جوړولو په ترڅ کې ښکېلو خواوو ته د جګړې او دښمني ختمولو وړانديز وشو.
د باميان د سولې عالي شورا کمېټې مشر زياته کړه چې د دې غونډې په پايله کې له دواړو ښکېلو خواوو څخه يو شمېر زندانيان خوشي شول او په مجلس کې شته مشرانو له ښکېلو غاړو ضمانت او ژمنه ترلاسه کړه چې نور به وسلې ته لاس نه ور وړي.
هغه زياته کړه چې د باميانو د سولې عالي شورا تل هڅه کړې چې لويو شخړو ته د خپلو پروګرامونو په سر کې ځاى ورکړي او په هوارولو يې لاس پورې کړي.
له ښکېلو غاړو څخه کريم حيدري او نېک محمد هم وايي چې هغوى ژمنه او لوړه وکړه چې نور جنجال ونه کړي او تېرې پېښې بيا تکرار نه کړي.
هغوى ويلي چې دې تربګنيو او جګړو له بربادۍ څخه پرته بل څه له ځان سره نه درلودل او خوشحاله دي چې له سولې او هوساينې نه په ډک چاپېريال کې سره يو ځاى ژوند کوي.
د ولايتي شورا دخالت:
د فاطمستي قضيې د اختلافاتو په حل کې ځايي ادارې او پخوانۍ ولايتي شورا هم فعاله ونډه واخيسته.
د باميانو پخواني مرستيال والي محمد نادر فهيمي وويل: ((موږ دواړه د ښمنې خواوې قانع کړې، څو د سپين ږيرو او مخورو خبره ومني او د دې اجازه ورنه کړي چې له دې وروسته يې تر منځ دعوا او جنجال پاتې شي.))
هغه زياته کړه له نېکه مرغه چې د شخړې دواړو لورو ومنله او بالاخره په ټاکلي وخت کې حل شوه. په ١٣٩٣ کال کې بيا هم د ښکېلو خواو د دوو کسانو تر منځ جګړه وشوه او له دواړو لورو څخه د چاکو او لرګيو په ګوزارونو دوه کسه ژوبل شول.
فهيمي زياتوي چې دا ځل هم د ځايي ادارې او سپين ږيرو له خوا د ملامت لوري په جريمه کولو سره د دواړو اړخونو تر منځ سوله وشوه.
د شخړې د حل لار:
د شخړې حل د سولې عالي شورا، قومي مخورو، خلکو او سيمه ييزې ادارې له لارې کېږي. په پيل کې چې کله يوه قضيه رامنځته کېږي، خبير سپين ږيري هڅه کوي چې قضيه د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو له لارې مطرح کړي او د سولې لاره ولټوي.
د باميانو د ولايتي شورا يو غړى محمودي وايي، سرهنګ وفا په باميانو کې يو وسله وال مخالف چې ٦٠ وسله وال يې لرل، خو د ځايي قومي مخورو او خلکو په مرسته د سولې له پروسې سره يو ځاى شو.
هغه زياته کړه چې سرهنګ وفا په نا امنۍ تورن و او شکايتونه هم موجود وو، خو د سيمه ييزې ادارې او سولې عالي شورا په هڅو نوموړى له سولې پروسې سره يو ځاى شو او خپله ٢٥ ميله وسله يې دولت ته وسپارله.
محمودي وويل چې سرهنګ وفا اوسمهال په ازاد ډول له څه جنجال پرته عادي ژوند ته را ګرځېدلى، نه د حکومت او نه هم ورته د خپلو سيالو ډلو له خوا مزاحمت کېږي.
سرهنګ وفا چې په تېرو ١٣کلونو کې يې په ورث ولسوالۍ کې د يوه ځايي قوماندان په توګه فعاليت درلود او خلکو پرې د نورو د ځورولو، د ځمکو د غصب او اجباري شړلو تورونه لګلي وو، په ١٣٩٣لمريز کال کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شو.
ځايي چارواکي وايي چې سرهنګ وفا د ولسي جرګې په غړي محمداکبري پورې اړوند د حزب وحدت له پخوانيو قوماندانانو څخه وو چې د غير قانوني قوماندان په توګه يې له په ورث ولسوالۍ کې د خپلو وسله والو په مرسته کله کله خلک ځورول.
د روان کال په لړم مياشت کې د باميانو خلکو او مدني فعالانو د يوه لاريون په تر څنګ سرهنګ وفا په وهلو ډبولو تورن کړ او د عدالت غوښتنه يې وکړه.
دوى ويل چې دا سيمه ييز قوماندان له خپلو وسله والو سره د ورث په سرخجوى ولسوالۍ کې د داوود شريفي په نامه يوه ځايي اوسېدونکي کور ته ننوتى او نوموړى يې تر مرګه وهلى ډبولى دى.
دغه قوماندان په ١٣٩٣ لمريز کال کې د ورث ولسوالۍ لپاره د ټاکنو کمېسيون ساحوي ناظم غلام علي اشنا په وهلو او تر دې وړاندې په ورث کې د خلکو په زور شړلو او د ځمکو پر غصب هم تورن و.
خو دا ځايي قوماندان چې د سپين ږيرو او ځايي عالمانو په منځګړيتوب د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى، دا تورونه يې رد کړي او وايي حاضر دى چې د ده په اړه هر شکايت ته په محکمو کې ځواب ووايي.
هغه زياته کړه چې دى د دولت وسله وال مخالف نه دى، بلکې له دولت نه ځکه نا خوښ دى، رقيبانو ته يې په حکومت کې نقش ورکړى او د ده نقش ته په کمه سترګه کتل شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي چې دا په باميانو کې د وسله والو مخالفينو وروستۍ ډله وه چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.
د ويلو ده چې تېر کال د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو يوه ٢٠ کسيزه ډله او د وسله والو مخالفينو يوه ٢٠ کسيزه ډله چې په بغلان ولايت کې يې فعاليت درلود، په باميانو کې د سولې شورا سره يو ځاى شوه.
د سولې پروسه کې د خلکو رول:
د باميانو د عالمانو شورا وياند محمد سجاد محسني پر دې باور دى چې خلک په خپل ولايت کې د سولې او امنيت په راوستلو کې مهم رول لري او که چېرې احياناً کوچنۍ نا امنۍ او شکمن موارد مشاهده کړي، ډېر ژر اړوندو ارګانونو ته خبر ورکوي چې د نا امنيو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه: ((د باميانو خلک له جګړې ستړي شوي، په تېرو ١٤ کلونو کې يې د سولې ګټه ليدلې، ځکه خو تل هڅه کوي چې که چېرې د دښمنۍ او نا امنۍ موارد رامنځته شي، نو حل لاره ورته لټوي.))
محسني په دې وروستيو کې د باميانو له نوي والي ظاهر زهير سره د مخالفت په سبب د باميانو د ځينو وکيلانو د تحصن خېمو د يوه مورد په اړه وايي چې وکيلانو نږدې يوه مياشت د تحصن خېمې ووهلې او د باميانو خلکو ځير شول چې خېمې د خلکو تر منځ يووالي ته زيان رسوي او د مخالف او موافق جنبه خپلوي، په همدې سبب عالمانو، مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو کار پيل کړ او دا تحصن يې پاى ته ورساوه.
دغو وکيلانو چې محمد اکبري، صفورا ايلخاني، سيد فکور بهشتي او عبدالرحمن شهيداني په کې وو، د خپل تحصن د پاى ته رسولې يو لامل يې هم د خپلو موکلينو غوښتنه وبلله.
تحصن هغه عمل ته ويل کېږي چې يو شمېر خلک يا يو شخص خپل ځان کلابند کړي او په يوه ځاى کې په غمجن يا غوسه ناک ډول (له خبرو کولو پرته) د خپلې موخې تر لاسه کولو پورې کېني.
په سيمه ييزه کچه د شخړو کمښت
د باميانو د سولې شورا مشر وايي څلور قضيې چې په ورث ولسوالۍ کې د سرهنګ وفا قضيه، په شيبر کې د دوو دښمنو ډلو شخړې او يوه هم د فاطمستي کلي قضيه وه چې ټولې يې حل او فصل شوي دى.
هغه زياته کړه: ((له نېکه مرغه چې په باميانو کې زيات جنجالونه او کوچني اختلافات خپله د خلکو په منځګړيتوب د کلو په کچه حل کېږي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










