منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بدخشان کې د هوا پېژندنې نوې دستګاه نصب شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

 فيض اباد( پژواک، ٤ زمرى ٩٤): په فيض اباد ښار کې د  هوا پېژندنې نوې دستګاه په نصب سره به  د هوا حالت ، د موسمي اورښتونو کچه او د طبيعي پېښو  په بېړه وړاندوينه وشي او له نورو هوايي ډګرونو سره به يې شريک کړي.

دا مطلب د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله اديب ددې دستګاه د پرانيستې په مراسمو کې څرګند کړ.

 هغه وويل، دا دستګاه کولى شي چې د اقليمي  وضعيت څرنګوالى او د احتمالي طبيعي پېښو خطرونه ډېر ژر په کره توګه وړاندې کړي.

والي زياته کړه چې ددې دستګاه له نصب وروسته به د فيض اباد هوايي ډګر کارکوونکي وتوانېږي ، څو د تر لاسه شو  معلوماتو له مخې د الوتکو پروازونه عيار کړي.

اديب زياته کړه،چې ياده دستګاه د ملګرو ملتونو نړيوال خوراکي سازمان (WFP) له لوري د ١٦٠ زرو امريکايي ډالرو په  وړيا  مرسته ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه.

په ورته وخت کې د فيض اباد هوايي ډګر امر عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته وويل له پخوا کلونو څخه  د هوا پېژندنې يوه دستګاه په هوايي ډګر کې لګېدلې وه،چې ډېرى وخت يې د هوا پېژندنې د بدلون په اړه اټکل کره نه و.

 سرچينې د هوا پېژندنې نوې دستګاه له لګېدو څخه خوښي وښوده او زياته يې کړه چې ياده دستګاه کولى شي  د هوا په اړه کره معلومات وړاندې کړي او د فيض اباد هوايي ډګر کارکوونکي به يې له نورو هوايي ډګرونو سره شريک کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه