ښرنه (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د پکتيکا خلک په دې ولايت کې له دولت څخه نجونو ته د زده کړو د اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د نجونو د زده کړې په اړه د عامه پوهاوي غونډه د نړيوال مشارکت پروګرام له خوا او د پوهنې رياست په مرسته ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل، چې له دې غونډې يې موخه له ښوونځي څخه مخکې په جوماتونو کې د نجونو زده کړه او هغوى ته د درسي وسايلو او لازمو اسانتياوو برابرول دي.
ده زياته کړه، د نړيوال مشارکت پروګرام يو نړيوال تعليمي بنسټ ډى، چې افغانستان يې په ١٣٩٠ کال غړيتوب ترلاسه کړى او دا مهال د هېواد په ١٣ ولايتونو کې فعاليت کوي.
هغه وايي: "د دغه پروګرام له لارې به د پکتيکا په درېيو ولسواليو کې د ټولنيزو خوځښت تقويه کول، د ولايت په سطحه د همغږۍ غونډې، د ولايت او ولسواليو په سطحه د عامه پوهاوي غونډې جوړول، د ښوونځيو د سمون پلانونه ترتيبول او په ځانګړي ډول د نجونو زده کړو ته لازمه پاملرنه کول شامل دي."
د ځاځي په وينا، د يادې برنامې له لارې به په هغو سيمو کې چې نجونې ښوونځيو ته لاسرسى نه لري، سيمه ييز ټولګي جوړ کړي او په جوماتونو کې به د نجونو زده کړې ته لاره هواره کړي.
ديني عالم مولوي محمد نبي عظيمي وويل، چې د نجونو د زده کړې په برخه کې ديني علما مسووليت لري، ترڅو د خپلو منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام د دين په اړه معلومات او عامه پوهاوى ورکړي، چې په دې سره به په پکتيکا کې لوستې نجونې ولرو.
نوموړي له حکومته هم غوښتنه وکړه، چې د پکتيکا نجونو زده کړې ته دې لازمه پاملرنه وکړي، ځکه د دې ولايت خلک نور د نجونو زده کړه غواړي.
د اورګون ولسوالۍ يوه ديني عالم مولوي خنجري بيا وويل، که د پوهنې رياست د پکتيکا د نجونو زده کړې ته پاملرنه وغواړي، نو لرې نه ده چې په دې ولايت کې به په ډېرۍ اسانۍ سره خلک خپلې نجونې زده کړو ته وهڅوي.
هغه وايي: "د پوهني د رياست له لوري ويل کېږي، چې په دې ولايت کې ۲۸زره نجونې په زده کړو بوختې دې، خو دا هسې سموليکه بڼه لري، بايد دې چارې ته د پوهني رياست خپله ټوله پاملرنه ور واړوي."
د پکتيکا والي امين الله شارق د يادې غونډې برخه والو ته ډاډ ورکړ، چې د خپل توان په اندازه به د دې ولايت د نجونو د زده کړو لپاره اړينې اسانتياوې برابرې او د هغوى په واک کې به يې ورکړي، ترڅو په دې ولايت کې د نجونو زده کړه عامه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










