منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کونړ کې د دوو پروژو کار پيل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

اسعداباد- ميدانښار (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): په کونړ کې د کليو پراختيا وزارت له خوا د نږدې شل ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغونې د دوو پروژو کار پيل شو.

د دغه ولايت د کليو پراختيا رييس محمد جعفر جبارخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه پروژه د ملي پيوستون د ولايتي دفتر ودانۍ ده چې ١٦ خونې او نور ملحقات به ولري.

د هغه په وينا، بله پروژه د ولايت د مرکز اسعداباد ښار اړوند د هجرت په کلي کې د يوه استنادي دېوال جوړول دي چې ١٤٨ متره اوږودوالى، دوه متره پلنوالى او څلور متره لوړوالى لري.

د نوموړي په وينا، پر دواړو پروژو ١٩،٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د اړوند وزارت له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دغو پروژو د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، دوى هڅه کوي چې ټولو هغو دولتي ادارو ته چې ودانۍ نه لري، ودانۍ جوړې کړي.

د يو بل خبر له مخې، د کونړ والي نن د دغه ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې يوې لويې غونډې ته د وينا پر مهال اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې به د مافيا او قاچاق جرړې له منځه يوسي .

هغه زياته کړه، هغه کسان به په قانوني لارو سره مجازات کړي چې په دغو ناروا کړنو کې لاس لري.

د کونړ د والي وياند غني مصمم پژواک ته وويل چې دغه غونډه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي په خاطر جوړه شوې وه.

والي وويل چې د پلان له مخې به د هرې ولسوالۍ د خلکو غوښتنو ته توجه وکړي او په دې موخه به د هر مرکزي وزارت او مرستندويو موسسو دراوزي وټکوي.

پر ولسونو يې غږ وکړ چې د ملي امنيتي او دفاعي ځواک په ليکو کې خپل اولادونه ولس او خاورې ته دخدمت په خاطر داخل کړي.

د يادې ولسوالۍ ولسونو د کونړ ولايتي ادارې مشرتابه ته د امنيت د تامين، نشه يي توکو د کښت د مخنيوي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

بلخوا د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د ١٧ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه روغتيايي مرکز د ودانۍ د جوړولو چارې پيل شي.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دا ودانۍ د نرخ ولسوالۍ د روغتيايي مرکز لپاره جوړېږي.

هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا جوړېږي چې چارې به يې د روانې مياشتې په ترڅ کې پيل او د يوه کاري کال په ترڅ کې به بشپړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه