منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.و
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ پوهنتون د کرنې پوهنځي او ليليې ودانۍ پرانيستل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۹۹ کتنې

اسعد اباد ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤ ) : د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون د کرنې د پوهنځي او دليليې ودانۍ د زمري په ٢٢مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

ددې ودانيو د پرانيستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزيرې فريده مومند، د کونړ والي ، د ولايتي شورا رييس او يو شمېر نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي  د لوړو زده کړو له وزېرې وغوښتل چې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي .

هغه زياته کړه، چې ددې ولايت خلک له زده کړو سره ډېره مينه لري او ددې ولايت ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.

دى وايي چې په دې ولايت کې ١٨٠ زره زده کوونکي چې ٨٠ زره يې نجونې دي ، ښوونځيو ته د زده کړو لپاره ځي.

د لوړو زده کړو وزيرې ډاکټرې فريده مومند د ځايي چارواکو د غوښتنو په ځواب کې وويل چې په لومړي قدم کې به ددې ولايت د پوهنتون د  نجونو لپاره ليليه او د پوهنتون احاطه او د  برېښنا لپاره به يې  بېړني اقدامات کوي.

هغهې ژمنه وکړه، چې نور کارونه به هم په تدريجي ډول تر سره کړي.

مېرمن مومند د محصلينو د بورسونو په اړه وويل چې وزارت به يې په ډېره روښانه توګه محصلينو ته بورسونه ورکوي او د هېچا حق به نه تلف کېږي.

نوموړې د نويو پرانيستل شويو پروژو په اړه وويل چې د ليلې ودانۍ په دريېو بلاکونو او دوه پوړونو کې جوړه شوې ،  پرې يو نيم ميليونه ډالره لګښت راغلى چې د وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى دى.

د هغې په وينا، په دې ليليه کې ١٢٠٠ محصلين ځاييداى شي.

مومند زياته کړه چې د کرنې پوهنځي ودانۍ په درې پوړونو کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې له بوديجې څخه د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې چې ٩٠ خونې او نور ملحقات لري.

د کونړ  د ولايتي شورا رييس دين محمد پيلوټ د لوړو زده کړو له وزيرې وغوښتل چې د کونړ پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي ، د نجونو ليليه، احاطې او برېښنا ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي.

قومي مشر حاجي محمد روزي بيا د کونړ پوهنتون لپاره دانجنيرۍ او حقوقو پوهنځيو او همدارنګه د شپې پوهنځي غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې وکيل سخي مشواڼي بيا د لوړو زده کړو له وزيرې وغوښتل چې د کانکور د ازموينې په برخه کې دې ولايتونو او په خاصه توګه کونړ ولايت ته   خاصه پاملرنه وشي .

د سيد جمال الدين افغان پوهنتون په ۱۳۸۹ لمريز کال کې تاسيس شوى ، اوس پنځه پوهنځي (شرعيات، کرنې ،تعليم اوتربيه،اقتصاد او کمــپيوټرساينس) لري او د کونړ ولايت ترڅنګ د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه ٣١٢٩ محصلين په کې په زده کړو بوخت دي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه