زرنج(پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤):د نيمروز ولايت د خلکو استازي او ځايي چارواکي وايي، امنيتي ستونزو د ټولګټو پروژو د عملي کېدو مخه نيولې او په امنو سيمو کې بيا دولت د بيارغونې کارونو ته چندان پاملرنه نه ده کړې.
نيمروز له هلمند او فراه ولايتونو سره پوله لري اوخلک وايي، سره له دې چې امنيت ښه دى، خو وسله وال مخالفين کله کله له ګاونډيو ولسواليو څخه ددې ولايت امنيت ګواښي.
دوى پرنسبي امنيت خوښي څرکنده کړه، خو د بشپړامنيت د خوندي کولو او د ټولګټو پروژو په ځانګړي ډول د سړکونو، کلينيکونو، اوبو بندونو او...پروژو دعملي کولوغوښتونکي دي.
د نيمروز د ولايتي شورا غړى ملا ګل احمد احمدي وايي چې امنيتي وضعيت د تېر په پرتله ښه شوى، خو په خاشرود، دلا ارام او چهار برجک ولسواليو کې نا امنيو خلک اندېښمن کړي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو له هلمند او فراه ولايتونو څخه دې درېيو ولسواليو ته لار موندلې او د نا امنيو سبب کېږي.
احمدي زياته کړه چې وسله وال مخالفين د خاشرود پر مرکز او امنيتي پوستو پرله پسې راکټي بريدونه کوي،دولتي کسان وژني او د سړک پر غاړو ماينونه ږدي.
د ولايتي شورا دا غړى وايي چې د ٢١٥ ميوند قول اردو ځواکونه چې په شورابک کې مېشت دي او د هلمند او دلارام د امنيت ساتلو دنده ور د غاړې ده، بايد د نيمروز د امنيت خوندي کولو کې هم ونډه واخلي.
هغه وويل:((په خاشرود کې د بيارغونې هېڅ کار نه دى شوى، درې ښوونځي فعال دي چې د کارونو مسووليت يې د ځايي سپين ږيرو پر غاړه دى، زيات احتمال شته چې د شاوخوا اتو سوو زده کوونکو دا ښوونځي هم د وسله والو مخالفينو له خوا بند شي.))
احمدي بيارغونه له امنيت سره وتړله او څرګنده يې کړه چې خلک د امنيت په برخه کې له دولت سره همکاري کوي او اړينه ده چې د ټولګټو پروژو په عملي کولو کې جدي اقدام وکړي.
د نيمروز يو اوسېدونکى محمدصابر وايي چې په ځينو ولسواليو کې امنيت ښه دى، خو په دلارام او خاشرود ولسواليو کې ستونزې شته چې د بيارغونې د پروژو مخنيوى کوي.
د خاشرود دې هټۍ وال زياته کړه:((موږ له دولته غواړو چې زموږ کانال پاک کړي، زموږ سړک د قير او کلينيک دې جوړ کړي.))
دده په خبره، وسله وال مخالفين د خاشرود ولسوالۍ د مرکز او زرنج- دلارام لويې لارې پرته په نورو سيمو کې فعاليت لري او دولت په دې سيمو کې هېڅ فزيکي شتون نه لري. دولت بايد دا سيمې چاڼ کړي او ټولګټې پروژې په کې پلې کړي.
د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزى هم مني چې په دې ولسوالۍ کې نا امنۍ شته.
هغه وويل، له شک پرته چې د خاشردو لرې پرتو سيمو شپږ کلي او نورو سيمو کې شاوخوا ٥٠ کلي نا امنه دي، خو د ولسوالۍ لپاره کوم ستر ګواښ نشته.
نورزي زياته کړه، په خاشرود کې فعال طالبان هغه کسان دي چې په هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو د فشار په سبب خاشرود ته راځي، دلته ځان ته پټنځاى جوړوي او د بيا رغونې د پروژو او امنيت د ګډوډۍ سبب ګرځي.
دده په خبره، په خاشرود کې مېشت امنيتي ځواکونه د امنيت د خوندي کولو لپاره بسنه کوي، خو اړينه ده چې په سيمه کې د پراخه چاڼيزو عملياتو د تر سره کولو لپاره نور ځواکونه واستول شي.
د خاشرود ولسوال وويل:((په هرات، فراه او غور کې د طالبانو اکمالاتي لارې له همدې ولسوالۍ تېرېږي او د نشه يي توکو مافيا د سيمې په نا امنۍ کې هم لاس لري.))
د خاشرود ولسوال وويل:((په هرات، فراه او غور کې د طالبانو اکمالاتي لارې هم له همدې ولسوالۍ تېرېږي او د نشه يي توکو مافيا د سيمې په نا امنۍ کې ښکېله ده.))
په نيمروز کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه ده، خو ځايي چارواکي تل وايي چې دا ولايت د نشه يي توکو د ترانزيټ په اوږدو کې پروت دى او نشه يي توکي له کندهار، هلمند، فراه او هرات ولايتونو څخه نيمروز ته بارېږي او وروسته يې قاچاق وړونکي ايران او نورو اروپايي هېوادونو ته لېږدوي.
ځينې نور خلک شکايت کوي چې دولت په امنو ساحو کې پروژو ته اړينه پاملرنه نه کوي.
د چهار برجک ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر سهراب وايي:((زموږ عمده ستونزه سړک دى، ناروغان مو د سړک د خرابۍ په سبب مري او د کروندګرو کرنيز توکي خوسا کېږي.))
هغه وويل چې د ولسوالۍ مرکز د زرنج ښار په ٨٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري چې يواځې ٢٠ کيلومتره يې تېر کال پوخ شوى دى.
سهارب زياته کړه چې موټر دا لاره په پنځو ساعتونو کې وهي، خو که قير شي نو نيم ساعت وخت نيسي، خلک خپل ناروغان او کروندګر خپل کرنيز توکي په وخت سره زرنج ته رسولى شي.
د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور وايي چې په دې ولايت کې ټول اداري واحدونه فعال او نښلوونکې لارې پرانېستې دي.
هغه زياته کړه چې طالبانو درې اوونۍ وړاندې پر خاشرود ولسوالۍ پراخه بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت وروسته بېرته شاته وتمبول شول.
دلاور څرګنده کړه، امنيتي ځواکونه له وسله والو مخالفينو سره د مقابلې توان لري او هڅه کوي چې په نا امنو ساحوکې امنيت راولي او د ټولګټو پروژو عملي کولو ته زمينه مساعده شي.
نيمروز له ايران سره ګډه پوله لري چې له دې پولې هېواد ته د سوداګريز توکو او نفتو وارداتو زيات اقتصادي اهميت ورکړى.
د ويلو ده چې تېره ورځ د ولايتي شوراګانو مشران، په کابل کې تر(د کورنۍ کړنلارې او ولايتي شوراګانو ته د نظارتي واکونو د عملي کولو ورکشاپ) نامه لاندې ورکشاپ کې راټول شول او ويې ويل چې په ولايتونو کې نا امني ددې سبب شوې چې دوى له پراختيايي پروژو او د ځايي ادارو له کړنو په سمه توګه څارنه نه شي کولى.
دوى له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په نا امنو سيمو کې امنيت ونيسي، څو د ولايتي شوراګانو غړي وکولاى شي چې پر پروژو کره څارنه وکړي او د پروژو د بې کيفيتۍ او فساد مخنيوى وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










