منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۶ غ.و
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار پوهنتون ته د ليليې نوې ودانۍ جوړه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۴): د ننګرهار پوهنتون لپاره د ليليې د څلور پوړيزې ودانۍ په ګټې اخيستنې سره ۱۲سوو محصلينو ته په ليليه کې د اوسېدو زمينه برابره شوه.

د پوهنتون ياده  ليليه د ۲عشاريه ۵ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په دريو بلاکونو او څلور پوړوڼو کې جوړه شوې چې ۱۳۰ خونې لري.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيره سلامت عظيمي  او د ننګرهار ولايتي چارواکو د زمري په ۳۱مه ياده ودانۍ په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارله.

سلامت عظيمي په دې تړاو خبري کنفرانس کې وويل چې په ۲۰۱۳ کال کې په ننګرهار ولايت کې د کوکنارو د کر کچه صفر شوې وه چې له امله يې د امريکا سفارت له لوري دغه ولايت ته د انعام په توګه ۱۰ ميليونه ډالر ورکړل شول.

د نوموړې په وينا، پر يادو پيسو د يو شمېر نورو پروژو ترڅنګ د ننګرهار پوهنتون لپاره د ليليې نوې ودانۍ چارې هم پيل شوې وې چې اوس ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ننګرهار پوهنتون له پخوا هم  د سلګونه محصلينو لپاره د ليليې بېلابېل بلاکونه لري چې  د پوهنتون د جوړېدو له وخت دي او ويل کېږي په اوسنۍ عصري بڼه نه دي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د دې پرانيستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوهنتون د ليليې لپاره دا ودانۍ اړينه وه.

د ننګرهار پوهنتون علمي مرستيال ناصر کامه وال پژواک ته وويل چې دا ليليه په ښه او عصري ډول جوړه شوې، ډېرې ستونزې به هواري کړي، خو ولايتي اداره يې بايد د برېښنا د نشت ستونزه حل کړي.

نوموړي يادونه وکړه: ((په دې ليليه کې ۱۲ سوه محصلينو ته د اوسېدو زمينه برابره شوه، زه به يې په عصري ډول جوړه شوې، د برېښنا ستونزه لري، زه يې په اړه هڅه کوم.))

د ننګرهار والي سليم کندوزي وويل چې د پوهنتون د بيارغونې لپاره نور پروګرامونه هم لري خو تشريح يې نه کړل.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د يادې پروژې يوه څارونکي انجنير ايمل هاشمي پژواک اژانس ته وويل چې په ياده ودانۍ کې ۹۶ خونې د اوسېدو لپاره، ۱۶ يې د مطالعې او څو نورې يې د کنفرانس خونې دي.

د هاشمي په وينا: ((موږ له دې پروژې او جوړوونکي ساختماني شرکت له کارونو نظارت کړی، کار يې ښه دی. په نقشه يې له موږ سره په تفاهم ځيني تعديلات وو؛ ځکه دا نقشه د مزار لپاره ډيزاين شوه وه.))

بلخوا د ننګرهار پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي استاد او د يادې پروژې لپاره د پوهنتون پلاوي غړي انجنير سيد جلال له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د يادې ودانۍ په جوړېدو کې درغلي شوې ده.

د نوموړي په وينا: ((په نقشه کې ياده ودانۍ د مخکې سړکونه هم لري، د مرکز ګرمۍ سيستم، د اور وژنې ډبې او نورې ډېرې اسانتياوې لري، چې اوس يې يو هم نشه.))

خو چارواکي او جوړوونکی شرکت بيا وايي چې کارونه يې د نقشې مطابق دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه