جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۴): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيره وايي چې د نا امنيو له امله په هېواد کې د کوکنارو فصل د اړولو کمپاين ټکنى و؛ ځکه خو بايد اړوند وزارتونه په دې برخه کې همکاري ډېره کړي.
سلامت عظيمي د زمري په ٣١مه ننګرهار ته د سفر مهال له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر پاليسۍ يې بيا کتنه کړې او د وزارتونو لپاره يې د ونډې تګلاره جوړه کړې ده.
هغه وايي: ((د کوکنارو د بديل معيشت په برخه کې د کليو پراختيا او کرنې وزارتونه بايد همکاري وکړي، د تبليغاتو په برخه کې د حج او اوقافو،اطلاعاتو فرهنک او د ښځو چارو همکاري اړينه ده او د کوکنار د اړولو لپاره د امنيتي ادارو همکاري په کار ده.))
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۴ کال کې د هېواد پر ۲۵۴زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې له دې برخې شاوخوا ۱۹زره هکتاره په ننګرهار کې وو.
سلامت عظيمي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په هېواد کې کابو ۲۵۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو د اړولو کمپاينونه يې نسبت دې کچې ته ډېر کم وو، تاسو دا کمپاينونه کمزوري نه بولئ؟ وويل: ((هو د نا امنيو له امله رښتيا هم کمزوري وو.))
نوموړې زياته کړه، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت پاليسي ساز او همغږی کوونکی وزارت دی، نو بايد خلک او ولايتي ادارې ورسره د کوکنارو د کرکيلې په مخنيوي کې ونډه واخلي.
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پژواک اژانس ته وويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له وزيرې سره يې په دغه ولايت کې بزګرو ته د مرستې رسولو د څرنګوالي په تړاو خبرې کړې دي.
والي زياتوي، هڅه کوي چې تر دې وروسته د ننګرهار لپاره د ياد وزارت مرستې له بزګرو سره وشي.
د ننګرهار په ولايت کې څو کاله مخکې د کوکنارو کرکيله صفر ته راټيټه شوې وه، خو له ۲۰۱۳ کال راهيسې په کې د دغو توکو دکرلو کچه بيا لوړه ښودل کېږي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيره وايي، بې کاري، فقر نا امني د کوکنارو د کرکيلې د ډېرېدو يو لامل کېدای شي، خو تر دې وروسته به يې وزارت د نشه يي توکو د له منځه وړو پاليسي په جدي ډول تر څار لاندې راولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










