منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ازرې– خاکجبار لاره د ټرافيکو پر مخ خلاصه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

پل علم - کابل (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د کابل د خاکجبار ولسوالۍ له لارې د لوګر د ازرې ولسوالۍ ته غځېدلې لاره د ټرافيکو پر مخ خلاصه شوه.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، ازره د لوګر د پل علم ختيځ لور ته په کابو ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې اصلي لاره يې (پل علم – ازره) د ناامنيو له امله له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې د عامو خلکو او حکومتي کسانو پر وړاندې بنده ده.

هغه زياته کړه، د دې ولسوالۍ خلکو به د خپلو اړوندو چارو لپاره د ننګرهار د حصارک له لارې لومړى جلال اباد، بيا لغمان، کابل او ورپسې د لوګر مرکز پل علم ته ځانونه رسول.

د ده په وينا، خو د دې ستونزې د هواري لپاره نږدې دوه مياشتې وړاندې (د چنګاښ اوومه) د کابل د خاکجبار ولسوالۍ له لارې ازرې ته د يوه سړک د جوړېدو چارې د ملي دفاع وزارت په همکارۍ د فوايد عامې وزارت له خوا پيل شوې.

د والي وياند وايي، د ياد شوي سړک لومړنۍ چارې بشپړې شوي او له تېرو دوو ورځو راهيسې دا لار د ازرې ولسوالۍ د خلکو او حکومتي کسانو پرمخ خلاصه شوې او خلک پرې تګ راتګ کوي.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ هم وايي، د کابل له خاکجبار ولسوالۍ څخه د لوګر تر ازرې ولسوالۍ پورې غځېدلې لاره د لومړي ځل لپاره د عامو ټرافيکو پرمخ خلاصه شوې ده.

دى زياتوي، نږدې درې مياشتې مخکې د افغانستان د ملي امنيت شورا پرېکړه کړې وه، چې دا لاره دې د ترافيکو پرمخ خلاصه شي.

د هغه په وينا، د دې لارې له جوړېدو سره د ازرې ولسوالۍ امنيت د ډاډ وړ کېدلای شي.

 

د ازرې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شهزاده توحيدمل، پژواک اژانس ته وويل، چې د لومړي ځل لپاره د تېرې جمعې په ورځ (د زمري ٣٠مه) له ازرې څخه د خاکجبار ولسوالۍ له لارې له کومې امنيتي ستونزې پرته کابل ښار ته راغلى دى.

ده زياته کړه، له دې وروسته به د ازرې خلک په لنډه، اسانه او ارزانه بيه کابل ښار او د لوګر پل علم ښار ته تګ راتګ کوي.

خو نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، چې پردې سړک جغل واچوي او ورپسې د قير کولو چارې هم په پام کې ونيسي.

خو د ياد شوي سړک د پرانيستې پرمهال (د چنګاښ ٧مه) د فوايد عامې وزير محمود بليغ ويلي و، چې پردې سړک به د اوسمهال لپاره جغل اچول کېږي.

دغه راز په دې مراسمو کې د لوګر والي محمد حليم فدايي هم ويلي و، چې د راتلونکي کال په پلان کې بۀ د دې سړک د قير کولو لپاره بوديجه په پام کې ونيول شي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه