منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.و
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني پوهنې رياست د ځينو ښوونکو تحصن غير قانوني بولي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

غزني (پژواک، ۴ وږی ۹۴): د غزني د پوهنې رياست د يو شمېر ښوونکو تحصن غير قانوني بولي او زياتوي چې دوى د زنخان ولسوالۍ بستونه، چې له تېرو څو کلونو راهيسې مرکز ته خدمتي ځانګړي شوي وو، بېرته يادې ولسوالۍ ته ورکړي دي.

له تېرو څو کلونو راپه دېخوا د غزني ولايت د زنخان ولسوالۍ د ښوونکو يو شمېر بستونه د غزني ښار لپاره خدمتي شوي وو خو اوس بېرته زنخان ولسوالۍ ته ورکول شوي چې له امله يې د غزني ښار يو شمېر ښوونکي له دندو ګوښه کړاى شوي دي.

د غزني ښار ځينې ښوونکي چې شمېر چې ٣٦ ته رسېږي له پرون راهيسې د غزني ولايت د پوهنې رياست مخې ته د تحصن خېمه وهلې او پر خپله دنده د بېرته ګومارل کېدو غوښتنه کوي.

د يادو ښوونکو په استازيتوب حسين علي پژواک ته وويل چې د غزني د پوهنې په رياست کې اداري فساد شتون لري چې له امله يې دوى له دندو ګوښه شوي دي.

هغه وايي که د غزني د پوهنې رياست بېرته دوى پر دندو ونه ګوماري نو خپلو اعتراضونو ته به ادامه ورکړي.

نوموړي د غزني د پوهنې مشر بې کفايته وباله او زياته يې کړه چې بايد له دندې ګوښه کړاى شي.

د غزني د ولایتي شورا غړى حسن رضا یوسفي هم وايي چې د غزنې ولايت د پوهنې په رياست کې په لوړه کچه اداري فساد شتون لري.

هغه وايي چې د غزني د پوهنې رياست د ښوونکو يو شمېر بستونه پلورلي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

يوسفي زياته کړه: ((د زنخان ولسوالۍ حق وو چې خپل بستونه يې باید ورکړل شوي واى، خو د دې خلکو برخلیک هم باید معلوم شې، د غزني په پوهني ریاست کې نږدې دوه سوه بستونه وزګار پراته دي دا کسان دې بېرته پر دندو وګوماري.))

خو د غزني د پوهنې رياست تدریسې مرستیال نثاراحمد ازاد زوی بيا په دغه رياست کې اداري فساد په کلکه ردوي.

هغه وايي: ((د ښوونکو د تحصن خېمې درول هېڅ ګټه نه کوي؛ ځکه هغه د زنخان ولسوالۍ بستونه و چې بېرته مو ورکړل او دغه کسان منفک شوي او د قانون له مخې کوم کس چې منفک شي هغه بيا دوه کاله په هغې اداره کې کار نه شي کولاى.))

ازاد زوى وايي چې د غزني د پوهنې ریاست په مرکز کې یو بست هم نه لري، خو د ولسواليو لپاره سل بستونه لري.

 دغه راز د زنخان ولسوالۍ د پوهنې مدير محمد داوود کوچي پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ ٣٦ بستونه په ښار کې خدمتي وو او اوس بېرته دې ولسوالۍ ته ورکول شوي دي.

هغه وايي: ((په تېرو څو کلونو کې په زنخان کې يو ښوونځى هم فعاله نه و خو اوس بېرته يوولس ښوونځي فعال شوي چې يوه يې لېسه ده.))

د غزني د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په زنخان ولسوالۍ کې پنځه زره زده کوونکو ته د اوياوو ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه