منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کونړ کې لسګونه متره اوږود پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

اسعد اباد ( پژواک، ٧ وږى ٩٤ ) : په کونړ ولايت کې د لسګونو مترو په اوږودوالي د يوه پله په جوړېدو سره د سلګونو کورنيو ستونزه هواره شوه.

د کونړ د والي وياند غني مصمم د وږي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، دا پول چې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د چپې درې پر سيند جوړ شوى، د پرانيستې په مراسمو کې يې والي وحيدالله کليمزي، ځاي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، دا پول ٧٦ متره اوږودوالى ، څلور متره سور لري او د کليو د پراختيا وزارت له خوا د ٢١ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.

د کونړ والي ددې پول جوړېدل د ماڼوګي ولسوالۍ په پرمختګ ،  سولې او امن را وستلو کې يو مهم  ګام وباله .

د نوموړي په وينا، ټولو اداراتو ته يې دنده سپارلې چې د پروژو په انتخاب کې د ولس غوښتنې او لومړيتوبونه په نظرکې ونيسي .

د ماڼوګي ولسوالۍ يوتن قومي مشر مولوي عطاء الله پژواک اژانس ته وويل چې ددې پول له جوړېدو سره د چپې درې ټول کلي سره تړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې پخوا د چپې درې نيم خلک يوې خوا ته او نيم بل لوري ته پراته وو او د ‌ټوپونو او نورو لنډمهاله وسيلو له لارې به له سيند څخه تېرېدل.

خو د مولوي عطاء الله په وينا، ددې پول له جوړېدو سره د خلکو لويه ستونزه هواره شوه او په نږدې واټن سره يو او بل سيمو ته تګ راتګ کولى شي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه