منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ٨٠ پراختيايي پروژو تړونونه لاسليک شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل ( پژواک،٨ وږي ٩٤):  په ١٤ ولايتونو کې د ٨٠ پراختيايي پروژو د پلي کولو تړون د کليو پراختيا وزارت او يو شمېر خصوصي شرکتونو تر منځ لاسليک شو.

ددې تړونونو د لاسليک مراسم چې نن په کابل کې ترسره شول ، د کليو پراختيا وزير او ددې پروژو د عملي کولو خصوصي شرکتونو استازو  په کې برخه اخيستې وه.

د کليو پراختيا وزير نصير احمد دراني په يوه خبري غونډه کې وويل، چې ددې تړونونو له مخې به ٨٠ پراختيايي پروژې چې استنادي ديوالونه، کانالونه ، سربندونه ، سړکونه ، ښوونځي او ټولنيز مرکزونه په کې شامل دي تطبيق شي.

هغه زياته کړه:" ټاکل شوې ده چې دا پروژې په  بغلان، بلخ، سمنګان، بدخشان، پنجشير، غور ، دايکنډي، نورستان ، تخار، لغمان ، کونړ، سرپل او ميدان وردګو ولايتونو کې عملي شي."

د کليو پراختيا وزير په وينا، چې دا پروژې به له درېيو مياشتو تر يوکال پورې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دراني زياته کړه، چې ددې پروژو لګښت ٢٥٦ افغانۍ کېږي، چې د اسيايي بانک او د کليو پراختيا وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي او خلک هم په کې ١٠ سلنه ونډه اخلي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ددې پروژو په عملي کولو سره ١٩٠ زرو کسانو ته  کاري موکې برابرېږي  او په دې سره د  بانډو او کليو خلکو ته ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کېږي.

وزير په دې پروژو کې کيفيت ته پاملرنه د کاري لومړيتوبونو څخه وګڼل او زياته يې کړه ،چې د کليو پراختيا وزارت مسوولين به ددې پروژو له کاري بهير څخه څارنه کوي  او د شرکتونو د کار کيفيت به ارزوي.

د ميوندوال شرکت استازي محمد نعيم ،چې د دايکنډي مرکز نيلي ښار د کنفرانسونو تالار جوړولو تړون يې تر لاسه کړى دى وويل، چې ياد شرکت ژمن دى څو له تړون سره سم ، ياد تالار په معياري ډول او ټاکلې موده کې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې ميوندوال شرکت  به دې برخه کې د مخينې په درلودو سره د کليو پراختيا وزارت اوخلکو هيلې ترسره کړي.

د ٨٠ پروژو تړونونه په داسې حال کې لاسليک کېږي ،چې د کليو پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې ، په تېرو اوو مياشتو کې د ٩٨٠ ميليارډو افغانيو په ارزښت د اوبولګولو، ترانسپورټ، ښوونې او روزنې، کليوالي ژوند، انجينري او تخنيکي خدمتونو په برخو کې د٤٠٣   پروژو تړونونه  لاسليک شوي دي.

اټکل شوې ده، چې ددې پروژو بشپړيدو سره به  څه باندې يو ميليون کسان په بېلابېلو ولايتونو کې په نيغه توګه له رامنځ ته شوو اسانتياوو څخه ګټه واخلي.

 

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه