منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښار جوړونې وزير د بدخشان له خلکو سره د سرپناه ژمنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

فيض اباد (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د ښار جوړونې چارو وزير بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ښاري ماسټر پلان د عملي کولو په اړه خبرې کړې او د هېواد په کچه يې د هستوګنې او  بې روزګارۍ ستونزې ډېرې جدي بللې او د يادو ستونزو د هواري ژمنه يې کړې ده.

سيد سعادت منصور نادري چې نن د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د ښارجوړونې رياست ودانۍ پرانيسته، وويل چې د فيض اباد ښار او د جرم، بهارک، خاش او اشکاشم ولسواليو ماسټر پلان يې له ځان سره راوړى دى.

هغه زياته کړه چې د بې روزګارۍ موضوع جدي او د اندېښنې وړ ده او په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره نه ده او لوستي ځوانان اوسمهال له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي، خو حکومت پلان لري چې دوى ته د کار زمينه برابره کړي.

نادري د هستوګنې ستونزه هم مهمه وبلله او څرګنده يې کړه چې د هېواد په کچه بېوزله وګړي سرپناه ته لاسرسى نه شي پيدا کولى او د ښار جوړونې چارو وزارت د پيسو وجهي صندوق رامنځته کوي او پلان لري چې هره بې سرپناه کورنۍ د شل زره افغانيو د اوږدمهاله قسط په بدل کې د يوه کور خاونده شي.

د ښار جوړونې چارو وزير وويل: "په دې کار سره هم د کار زمينه برابرېږي او هم بې سرپناه خلک په کمو پيسو سره د کورونو څښتنان کېږي."

د فيض اباد ښار يوه مخور عبدالقادر وويل چې د فيض اباد په زاړه ښار کې څلور کورنۍ په يوه کور کې ژوند کوي، سمه سرپناه نه لري او ځمکې د زورواکو له لوري غصب شوې دي.

هغه زياته کړه چې د فيض اباد-بهارک سړک په اوږدو کې سلګونه کورنۍ ويجاړې شوې او اوسېدونکي يې چې په کرايي او د خپلوانو په کورونو کې شپې سبا کوي؛ له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د ښار جوړونې وزارت د لومړيتوب حق بايد يادو کورنيو ته ورکړي.

دغه سړک ٤٤ کيلومتره اوږدوالى لري چې د اسيا پراختيايي بانک په ٦٦ ميليون ډالره مرسته جوړېږي او شاوخوا پنځوس سلنه کار يې بشپړ شوى دى.

د ښار جوړنې چارو وزير ژمنه وکړه چې د ښار ماسټر پلان پر بنسټ، د لومړيتوب حق به همدې بې سرپناه کسانو ته ورکړل شي.

د بدخشان د ښار جوړونې رياست ودانۍ، په دوو پوړونو او يوولس اداري خونو او په سولري برېښنا سنبال د کنفرانس يو سالون لري چې د المان هېواد په مرسته د نهو مياشتو په ترڅ کې د ٢٣ ميليون افغانيو په لګښت رغول شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ښار جوړونې چارو وزير د فيض اباد ښار په شپږمه ناحيه کې د يوه خصوصي ښارګوټي کار پرانيسته وکړه او ويې ويل، دا لومړنى ښارګوټى دى چې له دوه سوه زياتې هستوګنيزې نومرې لري او د ښار جوړونې په معيارونو سره رغول کېږي.

د بدخشان د ښارجوړونې رييس انجنير طاهر يعقوبي وويل چې دغه ښارګوټى په ٦٥ جريبه ځمکه باندې له قانوني پړاونو تېرولو وروسته د ښار جوړونې چارو وزارت په ګډون له ټولو اړونده ارګانونو څخه له ښاري ماسټرپلان سره په مطابقت کې رغول کېږي.

د دغه ښارګوټي پلان چې د سړک، د اوبو رسولو، کاناليزاسيون، جومات، ښوونځي او په پارک په ګډون منظيم بنسټيز سيستم لري؛ د ښار جوړونې وزارت له کړنلارې سره سم طرحه او د دغه وزارت له لوري منل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه