منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فراه- جوين سړک د پخولو چارې پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

فراه ښار- چاريکار (پژواک، ١٢ وږى ۹۴): د فراه له مرکزه جوين ولسوالۍ ته د نښلېدونکي ۳۲ کيلومتر سړک د قير کولو او د پروان پوهنتون د اداري چارو لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د فراه د فوايد عامې رياست مشر انجنير عبدالوهاب صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، د فراه له مرکزه د جوين ولسوالۍ تر مرکز پورې ټول شاوخوا سل کيلومتره واټن دى چې ٩ کيلومتره يې پخوا د فوايد عامې وزارت له خوا قير شوى و.

ده زياته کړه، د همدغه سړک په دوام دغه ۳۲ کيلومتره سړک د فوايد عامې وزارت له بوديجې د کليو جوړولو ملي پروګرام (NRAP) له خوا جوړېږي چې څه باندې ٤٧١ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د هغه په وينا، دغه سړک ۳۲،۶۳۰ کيلومتره اوږدوالى، ۷ متره سور او لس سانتي متره پلنوالي او ۲۶ پولګوتي لري چې د سړک جوړونې د يوه کورني شرکت له لوري د دريو کلونو په موده کې په لومړۍ درجه اسفالټ کېږي.

د فراه والي محمداصف ننګ د يادې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل، د فراه - جوين ولسوالۍ سړک د فراه يو له مهمو پروژو څخه ده، د دغه سړک په جوړېدو سره د لسګونو کليو خلکو لپاره د تګ راتګ ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کېږي.

دى وايي: "دا د ولسمشر غني فراه ته د خاصو توجهاتو يوه پروژه ده، چې ورته يې بوديجه منظوره کړه."

د والي په خبره، د دغه سړک د پاتې برخې لپاره يې هم پلان جوړ کړى دى چې هغه به هم پوخ شي.

د دغه سړک غاړې ته نږدې د نوده کلي اوسېدونکي عبدالغني د خوښۍ په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د دغه سړک په جوړولو سره ډېر سهولتونه موږ ته رامنځته کېږي، پخوا کله چې باران کېده؛ ځکه چې لاره خامه وه، لارې به بندې دې او موږ له ګڼو ستونزو سره مخ کېدو.))

نوموړي زياته کړه، دا يوه ټولګټه پروژه او د سيمې له اوسېدونکي غواړي، چې د دې پروژې د سرته رسېدو لپاره دې همکاري وکړي.

د يو بل خبر له مخې، د پروان پوهنتون د اداري چارو لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې هم، نن پيل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت وزيرې پوهنوال فريدې مهمند چې په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې يې ګډون کړى و، پژواک اژانس ته وويل، د پروان پوهنتون اداري ساختمان په ٤٢٦ متر مربع مساحت کې د پوهنتون په اډانه کې په دوو پوړونو کې جوړېږي.

هغې زياته کړه، پر دې ودانۍ څه باندې ١٤ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د لوړو زده کړو وزارت د پراختيايي بودجې له لوري ورکول کېږي.

مهمند وايي، د دې ودانۍ د جوړولو چارې د يوه کورني شرکت له لوري ترسره کېږي چې د شپږو مياشتو په اوږدو کې به بشپړې شي.

د پروان پوهنتون رييس محمد داوود بها وايي، دمګړۍ د پوهنتون په ودانۍ کې ١٥٠ استادان او کارکوونکي يوځاى خپل کارونه مخ ته وړي، خو د دې نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې د ځاى د کمښت ستونزه پاى ته ورسېږي.

نوموړي د نجونو لپاره د ليليې ودانۍ او همدارنګه د درسي خونو له کمښت څخه هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې ځينې محصلين په خېمو کې زده کړې کوي.

خو د لوړو زده کړو وزيرې بيا ژمنه وکړه چې د پروان پوهنتون د مسوولينو ټولو وړانديزونو ته به لاسرسى وکړي.

پروان پوهنتون په ١٣٩٣ کال له نيمه عالي تحصيلاتو موسسې څخه پوهنتون ته تبديل شو، چې د اتو پوهنځيو او ٢١ څانګو په درلودو سره، د ١٣٠ استادانو له لوري ٦٥٠٠ نجونو او هلکانو ته په کې زده کړې ورکول کېږي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه