پل علم (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د يوې څرخي الوتکې د بېړنۍ ناستې له امله د لوګر د کليو پراختيا د رييس په ګډون ٧ تنه ټپيان شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې يوې څرخي الوتکې په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
دى وايي: ((د کليو پراختيا وزير او خبريالان په يوه الوتکه کې او په بله الوتکه کې د لوګر د کليو پرختيا رييس ناست وو چې د تخنيکي ستونزې له امله دويمې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده.))
د هغه په وينا، الوتکه د ناستې پر مهال د يوه دوکان له دېوال سره جنګېدلې چې له امله يې د لوګر د کليو پراختيا د رييس رحمت الله سروري په ګډون ٧ تنه ټپيان شوي دي.
صالح وايي، د کليو پراختيا وزير او خبريالانو ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.
نوموړي وويل، ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو زياته يې کړه : ((وزير د خپل راتګ په اړه ولايت ته خبر نه و ورکړى.))
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد هم ياده پېښه تاييد کړه.
ده هم وويل چې په دې پېښه کې د لوګر د کليو پراختيا د رييس په ګډون ٧ تنه ټپيان شوي چې پاتې شپږ کسان يې د الوتکې عمله ده.
دى زياتوي، يادې چورلکې په ملي دفاع وزارت پورې اړوند دي.
کابو يوه مياشت وړاندې (د زمري ١٤مه) د زابل ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه غورځېدلې وه چې په کې دوولس سرتېري او پنځه تنه عمله چې پلوټان هم په کې شامل وو، وژل شوي وو.
login or register a new account.