کندهار (پژواک ١٤ وږى ٩٤): د کندهار مرستيال والي وايي، په داسې حال کې چې نوى تعليمي کال پيلېدونکى دى، د دې ولايت د پوهنې رياست د ښوونکو له کمښت سره مخ دى، چې وزارت يې بايد د پوره کولو لپاره بېړنى اقدام وکړي.
عبدالعلي شمسي دغه څرګندونې د وږي په ١٤مه، د پوهنې وزارت له مرستيال غلام جيلاني همايون سره په ليدنه کې وکړې.
د پوهنې وزارت مرستيال غلام جيلاني همايون چې نن د )وږي په ١٤مه( يې کندهار ولايت ته سفر وکړ، په پلان کې لري چې د نوي تعليمي کال د پيلولو په مراسمو کې برخه واخلي او د پوهنې د بهير د پياوړتيا په موخه له قومي مشرانو او اړوندو مسوولينو سره وويني.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د پوهنې وزارت له مرستيال سره په ليدنه کې وويل، د دې ولايت د پوهنې رياست د ښوونکو د تشکيل له کمښت سره مخ دى، چې د حل لپاره يې بايد بېړنى اقدام وشي.
هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ د کندهار ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او دغه راز د منځنۍ دورې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي.
د ده په خبره، په داسې حال کې چې د کندهار په ګډون په ګرمسېر ولايتونو کې د وږي مياشتې ١٦مه د نوي تعليمي کال د پيل لومړۍ ورځ ده او په زرګونو نوي زده کوونکي په زده کړو پيل کوي، د ښوونکو د تشکيل پراخوالي ته جدي اړتيا ده.
د دې ترڅنګ هغه يادونه وکړه، چې د کندهار د ګڼ شمېر ښوونځيو زده کوونکي يا خو تر شنه اسمان لاندې او يا په خېمو کې زده کړې کوي، ځکه ډېرى ښوونځي کافي ودانۍ نه لري.
نوموړي د منځنۍ دورې (له اووم ټولګي تر نهم ټولګي) پورې د کتابونو کمښت هم جدي ستونزه وګڼله او د پوهنې وزارت له مرستيال څخه يې وغوښتل، چې د يادو شوو ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي.
شمسي د خپلو غوښتنو په لړ کې د کندهار ښار د عالي دارالمعلمين ودانۍ د هغه بلاک جوړول هم اړينه چاره وګڼله، چې درې مياشتې مخکې د وسله والو په يوه ډله ييز بريد کې ويجاړه شوه.
دى وايي، دغه بلاک بېړني ترميم ته اړتيا لري، ځکه زده کوونکي د زده کړې لپاره د ځاى له کمښت سره مخ دي.
د پوهنې وزارت مرستيال غلام جيلاني همايون ژمنه وکړه، چې د کندهار د پوهنې د برخې شته ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات کوي.
هغه وويل، د کندهار د پوهنې رياست د چارو ارزونې او د نوي تعليمي کال د پيلولو په موخه يې دې ولايت ته سفر کړى دى.
ده خبر ورکړ، چې سږ کال به په کندهار کې نوى تعليمي کال په شاندارو مراسمو پيل شي او په دې توګه به والدينو ته پيغام ورکړل شي، چې خپل ټول ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
نوموړي زياته کړه، د خپل څو ورځني سفر په لړ کې به د ولسواليو له مشرانو او ملي سوداګرو سره وويني او هغوى به دې ته وهڅوي، چې د پوهنې بهير د پياوړتيا او چټکتيا لپاره مرستې وکړي.
د کندهار د پوهنې رياست مسوولين هم وايي، په دې ولايت کې د شاوخوا ٢٥زره نوو زده کوونکو له شموليت سره کابو ٨٠٠ نوو ښوونکو ته اړتيا ده، چې ژر تر ژره بايد په دندو وګومارل شي.
هغوى زياتوي، په کندهار ښار او ولسواليو کې شاوخوا ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېرى زده کوونکي په دوبي او ژمي کې تر شنه اسمان لاندې او يا په خېمو کې زده کړې کوي.
په کندهار کې دا مهال د زده کوونکو شمېر ٢٦٠زره تنو ته رسېږي چې ٧٨زره يې نجونې دي، خو ټاکل شوې ده، سږ کال ٢٥زره نوي زده کوونکي ښوونځيو کې شامل شي، چې په دې توګه به يې شمېر ٢٩٠زره تنو ته لوړ شي.
دغه شمېر زده کوونکو ته د ٥٢٧٨ ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي، چې له دې ډلې ٩٠٠ تنه يې ښځې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










