هرات ښار(پژواک،١٤وږى٩٤): په هرات ولايت کې د يوه ښوونځي ٣٢ تنه زده کوونکې نجونې او ښوونکې په داسې حال کې مسمومې شوې چې تېره اوونۍ هم په دې ولايت کې څه د پاسه درې سوه زده کوونکې او ښوونکې مسمومې شوې وې .
د هرات ولايت د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ١١ بجو په شاوخوا کې د هرات ښار نهمې ناحيې د پاى منار سيمې د عبدالعلي شاه توخي لېسې ٢٨ زده کوونکې اوڅلور ښوونکې مسمومې شوې دي.
شيرزى وايي: (( امکان لري دغه شمېره نوره هم لوړه شي خو تر اوسه موږ ته يواځې ٣٢ تنه راوړل شوې دي.))
د هرات ولايت چارواکي وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي ، ترڅو د مسمومېدو اصلي لامل پيدا کړي.
د دې خبر نور جزئيات به وروسته خپاره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هرات انجيل ولسوالۍ د حبيب المصطفى د نجونو ښوونځي ١٩٠ تنه او د هرات ښار د بابا جي لېسې ١٣٠ تنه زده کوونکې، ښوونکي او کارکوونکې مسمومې شوې وې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










