منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.و
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې د نن ورځې مسموم شوو زده کوونکو شمېر څلور سوو ته ورسېد

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

تعقيبي – هرات ښار(پژواک، ١٦ وږى ٩٤): په هرات ولايت کې د نجونو د څلورو ښوونځيو شاوخوا څلور سوه زده کوونکې او ښوونکې مسمومې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو اوونيو کې ددې ولايت د انجيل ولسوالۍ د حبيب المصطفى ښوونځي ١٣٠ زده کوونکې، د هرات ښار د باباجې لېسې  ښوونکي او کارکوونکي هم مسموم شوي وو.

 د هرات د حوزوي روغتون مشر محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د انجيل ولسوالۍ د  نوين سفلي، خواجه عبدالوليد او احمدي ښارګوټي ښوونځيو يو شمېر زده کوونکې او ښوونکې مسمومې شوې.

 

شيرزي زياته کړه چې ددې ښوونځيو څه باندې ٣٩٠ زده کوونکې او پنځه ښوونکي دې روغتون ته ور وړل شوي دي.

 د شيرزي په خبره، مسموم شوې زده کوونکې له شپږم  څخه تر ١٢ ټولګي پورې اړه لري چې د يو ډول ګاز د بوى کولو په سبب مسمومې شوې دي.

شيرزي زياته کړه چې د مسموميت دا پېښه هم د مخکنيو دا ډول پېښو په څېر ده چې مسموم شوو د زړه بدوالي، سر ګرځېدو او استفراغ احساس کړى دى.

 هغه وويل:((موږ د وينې د معاينې داسې دستګاه لرو چې ددې زده کوونکو مسموميت څرګند کړي، خو د امنيتي ځواکونو پلټنې څرګندوي چې دا مسموميت له يو ډول ټابليټ نه پيدا شوى ، دا ځانګړى ټابليت لمر ته ايښودل کېږي چې بړاس وکړي،  کله چې څوک دې بړاس ته نږدي شي، نو له مسموميت سره مخ کېږي.))

 په ورته وخت کې ځينې مسموم شوې زده ک

وونکې وايي، په ټولګې کې د درس ويلو پر مهال يې يو ډول بوى حس کړى او وروسته ورته سر ګرځېدل او زړه بدي پيدا شوې ده.

د اقليما په نامه يوې مسمومې شوې زده کوونکې وويل:((درېيم ساعت وو، کيميا مو ويله، ناڅاپه يوه نجلۍ راغله او ويې ويل چې خولې پټې کړئ، کله چې له ټولګي ووتم، نه يم پوهېدلې، حال مې بد شو، زموږ د کلي يوه سپين ږيري روغتون ته راوړم.))

 د انجيل ولسوالۍ د نوين سفلي کلي اوسېدونکي او د يوې مسمومې شوې  زده کوونکې پلار احمد ولي پژواک ته وويل چې لور يې سهار شپږ بجې په ښوونځي کې مسمومه شوې ده.

 

هغه له امنيتي چارواکو وغوښتل چې د ورته پېښو مخنيوى وکړي.

 د هرات د پوهنې رياست مرستيال عزيزالرحمن سروري پژواک ته وويل:((نن سهار پنځلس کمې اته بجې وې چې د نوين سفلى او عبدالوليد له ښوونځيو زنګ راغى چې د زده کوونکو حالت ښه نه دى او يو ډول بوى دى چې زده کوونکي يې مسموم کړي دي.))

 

هغه زياته کړه چې مسموم شوي زده کوونکي يې روغتون ته لېږدولي دي.

هغه زياته کړه چې نه پوهنې رياست او نه هم امنيتي چارواکو ددې زده کوونکو د مسموميت لامل تثبيت کړى دى.

 د هرات حوزوي روغتون د معلوماتو له مخې، د تېرې دوشنبې له ورځې تر اوسه په پنځو پېښو کې څه باندې ٥٠٠ تنه مسموم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې ولايت کې سيمه ييز چارواکي ددې ولايت د نجونو په ښوونځيو  کې د زده کوونکو مسموميت يوه بهرنۍ توطيه بولي.

د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي دوه ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي وو:((هغ

وى چې په ترور او تښتونو بوخت وو، اوس مهال نجونې مسموموي.))

 جامي په دې اړه يوې ګډې خبرې غونډې ته وويل:((فکر کوم چې بهرني لاسونه په کې ښکېل دي، خو د نن ورځې په تکرار دا پېښه هم د ترور او تښتونو په څېر د هرات له دننه پلان کېږي.))

مرستيال والي ژمنه وکړه چې دا موضوع به په کلکه وڅېړي، عاملين به يې ډېر ژر تر پېژندلو وروسته ونيسي.

ددې پېښو لامل تر اوسه نه دى څرګند شوى.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه