منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د تدريسي معاونيت نوې ودانۍ پرانيستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کندهار ( پژواک، ١٦ وږى ٩٤ ) : په کندهار کې د پوهنې رياست اړوند د تدريسي معاونيت لپاره نوې ودانۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

دغه ودانۍ داسې مهال پرانيستل کېږي چې تېره ورځ د وږي پنځلسمه د کندهار په ګډون په ګرمسېر سيمو کې نوى ښوونيز کال پيل شو.

د ودانۍ د پرانيستې مراسمو کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستيال غلام جيلاني همايون، د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي، د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون، يو شمېر ښځينه او نارينه ښوونکو او د ولايتي شورا غړو ګډون کړى وو.

د کندهار د پوهنې رييس پژواک خبري اژانس ته وويل د تدريسي معاونيت لپاره نوې ودانۍ احمد شاه بابا ليسې ته څېرمه جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه ودانۍ د دوو کلونو په موده کې د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې چې لګښت يې د نړيوال بانک له خوا ورکول شوى دى.

دى وايي، دغه درې پوړيزه ودانۍ ٣٠ اداري خونې او د غونډو لپاره يو هال لري چې د پوهنې رياست اړوند د تدريسي معاونيت ټولګې څانګې به په کې فعالې وي.

د کندهار ولايت مرستيال د تدريسي معاونيت لپاره د نوې ودانۍ په جوړېدو خوښي وښودله او ويې ويل چې د پوهنې رياست په چوکاټ کې د معياري ودانيو جوړېدل مهمه لاسته راوړنه ده.

هغه د خپلو خبرو په لړ کې د پوهنې رياست له مسوولينو وغوښتل چې د پوهنې د ودې په موخه دې خپلې چارې په سمه توګه تر سره کړي او د بهرنيو لاسوهنو مخنيوى دې وکړي.

نوموړي ټينګار وکړ چې اړوند مسوولين دې د هغو وګړو مخه ونيسي چې د پوهنې رياست امکانات غلا کوي او د زده کړې بهير له خنډ سره مخ کوي.

شمسي په دې برخه کې د مرکز همکاري مهمه وګڼله او غوښتنه يې وکړه چې وخت په وخت دې دغه ولايت ته د پوهنې د بهير د ارزونې لپاره پلاوي را ولېږل شي.

د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستيال وويل مرکزي اداره ژمنه ده چې له ولايتي ادارې سره په ګډه د پوهنې په رياست کې د فساد مخنيوى وکړي او د زده کړې بهير پراختيا پيدا کړي.

هغه د پوهنې رياست د تدريسي معاونيت لپاره د نوې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښودله او زياته يې کړه چې په دې سره به د پوهنې رياست اداري چارې ګړندۍ او معياري شي.

د يادونې ده چې د کندهار ښار اړوند د خير اباد په سيمه کې د يوه ښوونځي ودانۍ هم نن پرانيستل شوه چې د يو ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

تر دې وړاندې د دغه ښوونځي زده کوونکي د درسي ټولګيو له نشتوالي سره مخ وو، چې اوس يې دا ستونزه حل شوه.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه