جلال اباد(پژواک، ۱۹ وږی ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوال وايي چې داعش په دې ولسوالۍ کې درې زندانونه لري او د ۱۹ افغان سرتېرو په ګډون يې ۱۲۷ کسان په کې بنديان کړي دي.
اچين د شينوارو زون هغه ولسوالي ده چې د ځايي چارواکو په وينا، يو شمېر سيمې يې د داعش وسله والو په ولکه کې دي او خلک يې له سيمې کډه کولو ته اړ ايستلي دي.
د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل: ((داعش د اچين ولسوالۍ د چَپرې، تختو او باندر په سيمو کې درى زندانونه جوړ کړي او ۱۲۷ ځايي خلک يې تر نيولو وروسته په کې بنديان کړي. بندي کسان ديني علما، قومي مخور او ۱۹ کسان پوليس او سرتېري دي.))
ولسوال وايي: ((داعش يو شمېر قومي مشران د خپل ملاتړ لپاره بنديان کړي، ديني علما يې د وهابيت د نه خپرولو په تور بنديان کړي او ځيني يې د مالي او وسلو د مرستو نه کولو په خاطر بنديان کړي.))
حاجي غالب په دې مرکه کې زياته کړه چې د اچين په ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نشته او د مامندو په ګډون په ډېرو سيمو کې داعش وسله وال حاکم دي.
هغه يادونه وکړه: ((د ماندو او عبدالخېلو په سيمو کې د دوی مرکزونه دي، دوی د سيمې خلک ځوروي او هغوى کډه کولو ته اړباسي، تر اوسه تر ۵۰۰ زياتې کورنۍ له دې سيمو کډه شوې او په کورونو کې يې له تېرا څخه راغلي تيرا وال او اورکزي مېشت شوي دي.))
نوموړى، پاکستان د يادې ډلې پر مستقيمه همکارۍ تورن کړ او زياته يې کړه چې دغو وسله والو ته پوره اکمالات او امکانات را رسوي.
ولسوال وويل: ((دوی ته د تېرا له لارې په قچرو باندې سپجينين، دهشکې او هغه واړه توپونه چې موږ ته به پاکستان د جهاد په دورې کې راکول کېدل، داعش ته راوړي، هاوان او ورته نورې غټې، وړې وسلې هم ورکوي.))
نوموړي داعش ډله په ا فراطيت تورنه کړه او ويې ويل: ((خلکو ته وايي چې لمونځونه مو غلط دي، ديني علما نيسي، خلکو ته وايي چې مېرمنې مو بايد له کوره راونه وځي او کونډې ښځې دې ورته وښيي څو دوی يې خپلو وسله والو ته په نکاح کړي.))
ولسوال غالب مجاهد چې يواځې يوه اوونۍ مخکې دې ولسوالۍ ته تبديل شوی، له مرکزي حکومت او جګپوړو دولتي چارواکو وغوښتل چې د شينوارو زون لپاره جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي يادونه وکړه چې داعش ښايي د ټول ننګرهار او سيمې لپاره ستونزې جوړې کړي، نو مخکې له مخکې بايد دلته عمليات وشي او خلکو ته مرستې ورسول شي.
داعش وسله والو تر اوسه د اچين د ولسوال د خبرو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










