کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د ناټو سازمان ويلي چې پلخمري ته له مزارشريف څخه د برېښنا مزي غځولو لپاره يې ٢٠٠ ميليون ډالره ځانګړي کړي دي.
د ناټو د پرېکنده ماموريت قوماندانۍ د امنيتي مرستو برخې مرستيال جنرال تاد سيمونايت (Maj. Gen. Todd Semonite)، دغه موضوع په هغو مراسمو کې چې د همدې مرستو د اعلان په موخه د امريکا په سفارت کې نيول شوي و، څرګنده کړه.
هغه وويل، له دې وروسته به افغان امنيتي ځواکونه د جنراتوري ډېزلي برېښنا پر ځاى چې ډېر لګښت ورباندې راځي، له دايمې برېښنا چې اوسمهال له نورو هېوادونو را وارديږي، ګټه پورته کړي.
د ناټو د ياد لوړپوړي چارواکي په وينا، اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه له هغو جنراتورونو ګټه پورته کوي چې هر کال ٣٢٧ ميليونه ډالره لګښت پرې راځي.
د پرېکنده ملاتړ ماموريت قوماندانۍ د امنيتي مرستو برخې مرستيال څرګنده کړه چې له يادې طرحې په ګټې اخيستو به د افغان امنيتي ځواکونو د اډو د برېښنا لګښتونه پنځوس سلنه راکم شي.
جنرال تاد سمونايت زياته کړه: "ديارلس کاله مخکې يوازې د افغانستان ٦ سلنه خلک له برېښنا برخمن وو، خو اوسمهال دغه شمېره ٣٠ سلنې ته لوړه شوې او د برېښنا شرکت ويلي چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به دغه شمېره ٦٥ سلنې ته لوړه شي."
پر دې سربېره هغه څرګنده کړه چې ناټو او له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه ژمن دي چې له افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دغه مرستې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره ښې ثابتېدلى شي.
کابل کې د امريکا سفير مايکل مک کينلي وويل: "دغه مرسته له افغان حکومت سره د نړيوالې ټولنې له لوري د کار، پاملرنې او دوامداره ملاتړ په برخو کې يو روښانه پيغام لري، چې ټول يو ځاى د افغانانو او د امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره برېښنا چمتو کوو. برېښنا ته ښه لاسرسى، د سيمې د همپالنې د پراختيا لامل کېږي او د يوه سوکاله او ثباته هېواد په رامنځته کولو کې غوره پايلې لري."
د دغو مراسمو په بله برخه کې د المان او کاناډا هېوادونو سفيرانو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د يادې پروژې له تر سره کولو څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې ياد هېوادونه به هم په دې برخه کې مرسته وکړي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي، د ناټو له تازه مرستې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل چې دغه پروژه افغان امنيتي ځواکونو ته ډېر اهميت لري.
هغه وويل: "د انرژۍ ثبات، پراختيا رامنځته کوي او د خلکو ژوند کې بدلون راولي او د اقتصادي پراختيا په برخه کې با اهميته رول لري او په عملي کېدو سره يې د هېوړاد په اقتصاد کې هم مثبت بدلونونه رامنځته کېږي."
د پرېکنده ملاتړ قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې پروژې لګښت په ګډه توګه د المان، هالنډ، بلجيم، کاناډا او اسټراليا هېوادونو له لوري ورکول کېږي چې په دريو پړاونو کې به د افغانستان زېربنايي وجهي صندوق ته واچول شي.
د يادې اعلاميې په دوام کې راغلي، چې ياده پروژه به په روانه مياشت کې پيل او په راتلونکو لسو کلونو کې به عملي شي.
افغانستان، د اوبو، نفتو، ګاز، ډبرو سکرو، لمريزې هوا او موسمي بادونو ډېرې سرچينې لري، چې تر اوسه پورې د بېلابېلو دليلونو له امله په دې نه دى توانېدلى چې له يادو سرچينو څخه د انرژى په توليد کې په اغېزناکه توګه ګټه پورته کړي او د اوبو او برېښنا وزارت په وينا، د هېواد ٣٠ سلنه خلک اوسمهال برېښنا ته لاسرسى لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










