فيض اباد- تالقان (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): د بدخشان او تخار ولايتونو چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې په غير قانوني ډول د هنګ طبي بوټي د حاصلاتو ټولول پيل شوي چې له امله يې دغه بوټى د ورکېدو له ګواښ سره مخ دى.
له هنګ طبي بوټي په ګېډه کې د چينجيو د لرې کولو، غوږ درد، د بلغمو د لرې کولو، د غاښونو د پياوړي کولو، د ډار د اغېز د لرې کولو او ځينو نورو ناروغيو د درملو په جوړولو کې ګټه اخيستل کېږي.
دغه طبي بوټى د افغانستان د ځينو نورو سيمو تر څنګ د بدخشان او تخار ولايتونو په غرونو کې په لوړه پيمانه پيدا کېدل.
په بدخشان کې يوناني ډاکتر خدابخش پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا په دغه ولايت کې په لوړه کچه هنګ پيدا کېدل خو اوس د خپلسري ټولونې له امله ډېر لږ شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، اوس مهال د بدخشان په مرکز فيض اباد کې يو کيلو هنګ په ١٢زره افغانيو پلورل کېږي.
هغه زياته کړه چې هنګ طبي بوټى د هندوستان په درملتونونو کې په عادي ډول پلورل کېږي او د مهمو درملو په ډله کې شمېرل کېږي.
دى وايي چې يو شمېر سوداګر له کابل، کندوز او ځينو نورو ولايتونو څخه بدخشان او تخار ولايتونو ته راځى او له دې ځايه د هنګ بوټي نورو هېوادونو ته انتقالوي.
هغه وايي: ((د هنګ له بوټي څخه د نورو هېوادونو سوداګر ډېره ګټه پورته کوي؛ ځکه درمل ترې جوړوي او ګټه يې هم هغوې ته ورځي.))
د ده په وينا، هر کال يو شمېر کسان د بدخشان غرونو ته ورځي او په خپلسري ډول په غير مسلکي توګه هنګ ټولوي چې له امله يې په دې وروستيو کې دغه بوټى د ورکېدو په حال کې دى.
د بدخشان اوسېدونکى احمدالله وايي چې د هنګ له بوټي په بدخشان کې د ډار د لرې کولو لپاره ګټه اخيستل کېږي خو په دې وروستيو کې د هنګ بوتي حاصلات کم شوي دي.
هغه وايي: ((د کلیوالي سیمو اوسېدونکي لا هم د ناروغیو د درملنې په برخه کې کيمیاوي بوټي کاروي، که ماشومانو ته هنګ ورکړل شي پیریان ورباندې کېناستی نه شي او هرکله چې کوم ماشوم وډار شي زر تر زره ورته هنګ ورکوي.))
دى وايي چې په دغه ولايت کې هنګ د مور له شيدو سره يوځاى کوي او ماشومانو ته يې د غوږ درد د لرې کولو لپاره استعمالوي.
د بدخشان ولايت د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر نورمحمد نوري پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په غير قانوني ډول د هنګ د ټولونې لړۍ پيل شوې ده.
هغه زياته کړه: ((هنګ د بدخشان په ډېرو سیمو کې شنه کېدل، په ځانګړې توګه په یفتل، شهربزرګ، درایم، ارګو، کشم او یو شمېر نورو سیمو کې، خو په دې وروستيو کې یې حاصلات په نا مسلکي توګه راټول شول، اوس یې نسل د ورکېدو په حال کې دی.))
د بدخشان د کرنې رییس انجنیر عالم عالمي هم وايي چې د هنګ د غیر فني راټولونې له امله د نادرو بوټو په کتار کې راځي او نسل یې هم د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.
خو هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې په ځينو سیمه کې هنګ و کرو او بيا هفه ورغول شي، دغه پروګرام به ډېر ژر پیل شي، موږ منتظر یو چې موسم یې را ورسېږي چې هنګ وکرو او ښه حاصل هم ترلاسه کړو.))
دغه راز د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ اوسيدونکى احمد ضيا هم وايي چې د هنګ له بوټې څخه د بيلابيلو ناروغيو د درملنې په موخه ګټه پورته کيږي.
هغه وايي : ((موږ د خيټې درد، غوږ درد، د بلغمو لرى کولو او ځينو نورو مرضونو لپاره هنګ کارو خو اوس دغه بوټې په دې ولايت کې کم شوى دى.))
د ده په وينا پخوا دغه بوټې ډير خلکو نه پيژنده خو اوس خلکو پيژندلى را ټولوي يې او په سوداګرو کې يې کيلو لس تر ١٢ زرو افغانيو پلوري.
د تخار ولايت د کرنې رياست مشر محمد سالم ساعي بيا وايي چې د غيرقانوني ټولونې له امله د هنګ بوټې په دې ولايت کې له منځه تللى دى.
د ساعي معلوماتو له مخې پخوا د دې ولايت په نمک اب، فرخار، کلفګان، چاه اب، رستاق، هزار سموچ، دشت کلا او یو شمېر نورو سیمو کې په لوړه کچه هنګ پيدا کېدل خو اوس يې نښې هم نه ليدل کېږي.
خو هغه وايي چې په دې وروستيو کې يو شمېر کسانو د هنګ بوټي کرنه پيل کړې ده او ښه حاصلات به هم ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه: ((يو شمېر کسانو د رستاق ولسوالۍ په للمي ځمکو کې هنک کرلي دي.))
په بدخشان او تخار ولايتونو کې په خپلسري توګه د هنګ بوټي ټولونه منع ده خو د يادو ولايتونو امنيتي چاوراکي وايي چې تر اوسه يې هېڅوک د هنګو بوټي د غير قانوني ټولونې په تور نه دي نيولي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










