منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بليغ: د کابل- باميان سړک بايد د روان کال تر پايه بشپړ شي

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

باميان (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): د فوايد عامې وزير وايي، که چېرې د روان کال تر پايه د کابل- باميان سړک د پخولو چارې بشپړې نه شي، له سرغړوونکي شرکت سره به قانوني چلند وشي.

دا ټکى د فوايد عامې  وزير انجنير محمود بليغ باميانو ولايت ته د سفر پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې څرګند کړ.

د ياد سړک د پخولو چارې د ميدان وردګو ولايت له لارې درى کاله وړاندې پيل شوې او تر اوسه يې کاري مهال دوه ځلې غځول شوى دى.

د فوايد عامې  وزير پژواک ته وويل: ((د دې پروژې وروستۍ وعده د روان کال پاى ده چې بايد بشپړ شي.))

بليغ وويل چې باميانو ته يې د سفر موخه تر کار لاندې سړکونو په ځانګړي ډول د اووني کوتل د سړک څارل دي او زياته يې کړه چې که چېرې د باميان- کابل سړک کار د روان کال تر پايه له قرارداد سره سم بشپړ نه شي، له قراردادي شرکت سره به قانوني چلند وکړي.

د ميدان وردګو له مرکز ميدان نه د باميان تر اووني کوتل پورې د ٥٤ کيلومتره سړک پخول شپږ کاله وړاندې د ايټاليا په مرسته بشپړ شو، خو دويمه برخه يې ٨٢ کيلومتره کېږي چې له اووني کوتل نه د حاجيګک په لور غځېدلې او له هغه ځايه له باميانو ښار سره نښلي  چې کار يې د يوه ايراني او يوه افغاني شرکت له خوا روان دى.

د باميانو د  فوايد عامې رياست د معلوماتو له مخې، د باميان- کابل لويه لار  ٨٢ کيلومتره اوږدوالى، اته متره پلنوالى او له نيم تر دوو مترو پورې دواړو خواوو ته څنګونه لري چې د ميدان وردګو له اووني کوتل څخه د باميانو د بازار تر لومړيو برخو پخېږي.

د دې پروژې بودجه ٧٤ ميليونه يورو ده چې اېټاليا ورکړې او د رغولو کار يې د ايران د ابادراهان پارس او غلغله ګروپ په نامه کورني شرکت له خوا پر مخ وړل کېږي.

سرچينې زياته کړه چې د دغه سړک ٤٧کيلومتره برخه په باميانو پورې اړه لري او ټاکل شوې وه چې د ٢٠١٥ کال تر مې مياشتې يې کارونه بشپړ شي.

خو د (ابادراهان پارس) په نوم ايراني شرکت اجرايي مشر محمدرضا خطيبي پژواک ته وويل، دوى هوډ لري چې دا پروژه په خپل ټاکلي وخت د قرارداد له معيارونو سره وسپاري، خو که چېرې يې سپارل يوه يا دوې مياشتې وځنډېږي، نو لامل يې د کارونو پېچلتيا ده چې د اېټاليا سلاکار په لسو مياشتو کې د کار په ساحه کې حاضر نه و او څارنه يې ورڅخه نه ده کړې.

هغه زياته کړه: ((د ډونر د استازي نه راتګ، په اقتصادي او مديريتي کارونو کې ځنډ رامځته کړ، خو د اجرايي کارونو په برخه کې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.))

په ورته وخت کې د باميانو والي محمد طاهر زهير دا لويه لاره د اهميت وړ وبلله او ويې ويل چې د هېواد له مرکز سره د باميانو د نښلېدو لنډه لار ده چې خلکو او د باميانو اوسېدونکو ته به ګڼې اسانتياوې رامنځته  کړي.

زهير پژواک ته وويل چې د باميان- دوشي سړک کار او پخول د دې سبب کېږي چې د توتاپ د برېښنا او کاسا 1000 پروژې هم له باميانو تېرې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه